د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو سپيڅلي مشال د اپريل په ٢٣ نېټه سهار خپل پنځلسم تم ځای د استراليا پلازمينې کانبرا ته ورسېد.
د پلان له مخې به په دغه ښار کې د مشال لېږدولو فعاليت د اپريل په ٢٤ نېټه اتو بجو او دېرشو دقيقو دبرلي ګريفين جهيل پر غاړه پيل شي او د جګړې له موزيم، سترې محکمې، دولتي کتابتون او پارلمان ودانۍ څخه به تېر شي چې په پای کې به فدرالي پارک ته ورسېږي. د مشال لېږدولو بهير به ١٥ کليومتره او دری ساعته دوام ولري.