<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-23 18:06:54    
د چين په جه جيانګ ولايت کې د کرنيز ساينس او تخنيک د بېلګې سيمه

cri

ګرانو اوريدونکو! د چين په جه جيانګ ولايت کې د کرنيز ساينس او تخنيک د بېلګې يوه سيمه شته شته چې د کرنيزو نباتاتو د ودې بهير په کې د کمپيوټر له خوا کنتروليږی ، د باران اوبو له راغونډيدلو وروسته نباتاتو ته ورکول کيږی او هغه نباتات چې کم موندل کيږی، په ښه توګه ساتل کيږی او پرمختګ کوي .

په دغه سيمه کې د تخمونو روزنې يو لوی باغ ليدل کيږی. د دغه باغ کارکوونکې ميرمن ګو يان په قول دغه خونه دری هکتاره پراخوالی لری . په دغه باغ کې د نباتاتو د تخم ځای پر ځای کيدل په دريو ثانيو کې ترسره کيږی . ددې ترڅنګ په دغه باغ کې خاوره نه ليدل کيږی او ټول نباتات پر تخته باندی ځای پر ځای شوي دي. د دغو نباتاتو پای له يو نل سره تړل کيږی. اوبه او خوراکونه د دغه نل له لارې نباتاتو ته ورکول کيږی چې د کمپيوټر له خوا کنتروليږی. ددې ترڅنګ په دغه باغ کې د تودوخې ساتل او د لمر وړانګو رسېدل هم د کمپيوټر له خوا کنتروليږی. مېرمن ګو شياو يان وويل : د تودوخې په شان باد او لند هم د يو کمپيوټر له خوا کنتروليږی نو په يو باغ کې يوازی يويا دوه کارکوونکی کار کوي. نورې ټولې چارې له کمپيوټر سره د يو کس له خوا ترسره کيدای شی.

د خبر له مخې دغه شان نباتات د دوديزې کرنې په پرتله خورا ډېر توليدات کوي . د بېلګې په توګه سوربانجان په دغه باغ کې په هر مربع مترو کې ٤٦ کيلوګرامه توليدات لری چې دغه اندازه د دوديزې کرنې په پرتله سل ځله زياته ده.

په همدې وخت کې په دغه باغ کې د چاپيريال ساتنې نور تدبيرونه هم نيول شوي دي. ميرمن ګو په دغه باغ کې يو اوسپنيز نل ته اشاره وکړه او ويی ويل :

دغه نل د ګرمولو سيستم دی چې د اوبو بړاس لري . دغه بړاس په نژدی سيمه کې د بريښنا جوړولو له يوې فابريکې څخه راليږدول شوی دی . که مونږ د سکرو له لارې تودوخې ترلاسه کړو نو ککړتيا به رامنځته شی.

برسيره پردی، د دغې سيمې ادارې د څو مليون يوانو په ارزښت پانګونې سره د باران اوبو د راغونډولو او برابرولو يو سيستم جوړ کړی دی. مېرمن ګو وويل اوس په دغه سيمه کې د ګلانو او کرنيزو تخمونو لپاره د لندونې اوبه په سلو کې اوويا برخه له باران څخه دی.

ګرانو اوريدونکو! د تخمونو روزنې ياد شوی باغ يوازی د جه جيانګ ولايت د کرنيز ساينس او تخنيک د بېلګې سيمې يوه کوچنی برخه ده. دخبر له مخې، دغه سيمه په ٢٠٠١ کال کې جوړه شوی چې پراخوالی يی څه دپاسه ٣٣٠ هکتارو او پانګونه يی څه دپاسه ٥٠٠ مليون يوانو ته رسيدلی ده. په دغه سيمه کې د چين د کرنې علمی اکاډمی او د جه جيانګ پوهنتون څه دپاسه شل علمی ارګانونه شته او د دې ترڅنګ د چين پر امتيازی حق لرونکو تخنيکونو سربېره د امريکا، فرانسې او هالند عصری تخينکونه هم راجلب شوی دی. اوس ددغې سيمې د کلون يا حيوان کاپی کونې مرکز تخنيکی سويه د چين په لومړی ليک کې ولاړه ده . خبريالانو وليدل چې په دغه سيمه کې کاری بهير د يو روغتون د عملياتو په شان دي چې تر وسې پوری د ميکروب او بکټريا له شتون پرته پايله رامنځته شی. ميرمن ګو وويل چې په کرنيزو چارو کې د کلون يا حيوان کاپی کونې تخنيک د نباتاتو د سرچينو ساتنې او ښو نباتاتو د ودې جټکتيا لپاره استفاده کيږی. نوموړې وويل :

موږ د نباتات يوه برخه اخلو د بېلګې په توګه يوه پاڼه . بياوروسته موږ د دغې برخې په وسيله پوره او بشپړ نباتات رزو چې د جين روزنه يا د نباتاتو کلون يا کاپی کونه ويل کيږی.

د دغې سيمې مشر ښاغلی جو شياو شيانګ خبريالانو ته وويل چې ځينی نباتات يا ګلان چې کم موندل کيږی ، د کلون تخنيک له لارې يی توليد ډېرېدلی شی . بزګران تری ګټې هم اخيستلی شی. هغه وويل:

په تايوان کې پخوا د پتنګ په نوم يو ډول بوټی د هر تخم بيه له ١٥ يوانو څخه تر ٣٠ يوانو پوری وه خو اوس يی موږ له ٣ يوانو څخه تر ٥ يوانو پوری په بيې سره بزګرانو ته ورکوو.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه برخه په همدی ځای پای ته ورسيده او د دغې کيسې بله برخه به د پروګرام په راتلونکی کړۍ کې تاسو ته وړاندی شی. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!