د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: يو شمير بهرنيو خبري رسنيو او کارپوهانو په جلا جلا توګه د مرکو او مقالو په خپرولو سره په تبت کې د مارچ د څوارلسمې نېټې د زورزياتي پيښو او د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې په وړاندی د يو شمير لويديځو خبري رسنيو ناسم خبرونه وارزول.
د فرانسي نيوز اژانس د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل چين او فرانسه د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې په بهير کې د رامنځته شويو توپيرونو د له منځه وړلو لپاره هڅې کوي، خو ښايی چې د پاريس له خوا دا لای لا ما ته وړاندې شوی يو وياړ دغو کښښونو ته زيانونه ورسوي.
د چين مسئلې په اړه د المان د بهرنيو چارو ټولنې مشهور کارپوه ايبرهارډ ساندسدنيدر څو ورځې مخکې له دې امله خپل افسوس څرګند کړ چې د المان خبري رسنيو په لا سا کې د مارچ د څوارلسمې نېټې د زورزياتي پيښې په اړه زيات منفی خبرونه خپاره کړی دی. هغه له لويديځو خبري رسنيو او خلکو څخه غوښتنه وکړه چې چين ته په ريښتنی سترګه او درناوي وګوري.