<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-23 19:05:26    
څلورم لوست

cri

وي: ګرانو اوريدونکيو، اسلام عليکم! د چيني ژبې د نهه سوه جملو په نامه د چينی ژبې لوست پروګرام وخت رارسېدلی دی.زه وي يم او د پروګرام اوريدو ته مو هر کلی کوم.

طايب :لسلام عليکم. زه طايب يم.

وي: په تېر لوست کې مو د زېږېدنې ورځې د مبارکۍ په اړه ځينی جملی او کلمی زده کړې. اوس له مونږ سره يو ځای يو ځل بيا هغو کلمو ته غوږ ونيسئ چې په تېر لوست کې مو زده کړې دي.

طايب : سمه ده.راځئ چې تکراری کړو

وي: په چينی ژبه کې څنګه ويل کېږي چې د زيږيدنې ورځ دې مبارک شه ؟

طايب :د زيږيدنې ورځ دې مبارک شه

وي: سمه ده، جو ني يعنی مبارک

طايب : جوني

وي:شنګ ژه

طايب :شنګ ژه

وي:کوای له يعنی مبارک شه

طايب :کوای له

وي: سمه ده.شنګ ژه کوای له يعنی د زېږېدنې ورځ دې مبارک شه. مونږ له مبارکۍ ويلو سره د څښاک په اړه کلمی زده کړې وې، يعنی ګان بی.

طايب : ګان بی

وي:که تاسې غواړئ چې د يو چا د ټليفون شمېره لمبر تر لاسه کړئ. نو ويلی شی چې نی ده ديان هوا هاو مه شه دو شاو؟ ني ده ديان هوا هاو مه شه دو شاو؟

طايب :نی ده ديان هوا هاو مه شه دو شاو؟

وي: ډېر ښه .اوس به لومړی تېر لوست واورو.

لومړۍ مرکه

A:دا زما کشره خور ده، 这是我妹妹

B:د زيږيدنې ورځ دې مبارک شه، 祝你生日快乐

C:مننه 谢谢

دوهمه مرکه

A:د څښاک ګيلاس پورته کړئ 干杯

B:جام پورته کۍ干杯

درېيمه مرکه

A:ستا د ټليفون شمېره څه ده؟ 你的电话号码是多少

B: يو دوه دری څلور پنځه شپږ اووه اته 12345678

وي: همدا اوس مو تېر لوست واوريد.خو زموږ زده کړه دوام لري او اوس به د يوې نوې مرکې زده کړه وکړو.

طايب :اوس به د ننني لوست مهمې کلمې واورو.

时间不早了 شی جيان بو ځاو له يعنی وخت زيات نه دی،我们该走了 وو من ګای ځو له يعنی مونږ به لاړ شو،再见 ځای جيان يعنی خدای په امان،

دو باو ځونګ يعنی多保重روغ او جوړ اوسئ ، باو چي ليان شی يعنی 保持联系اړيکی به سره ساتو.

طايب :فکر وکړئ چې په يوه مېلمستيا کې ګډون کوئ، خو وخت زيات نه دی او تاسې غواړئ چې له هغه ځای نه وخوځېږي. په دی حالت کې، د مېلمستيا جوړونکي يا کوربه ته څه وايی؟

وي: ويلی شی چې 时间不早了,时间不早了

طايب : شه جيان بو ځاو له

وي:时间يعنی وخت

طايب :شی جيان

وي:不يعنی نه

طايب :بو

وي:早 په دغه جمله کې زيات دی

طايب :ځاو

وي:了 په چينی ژبه کې يو ډول ځانګړې کلمه ده چې اهميت نه لري.

طايب : له

وي: ټوله جمله داسې ويل کيږي 时间不早了

طايب :شه جيان بو ځاو له يعنی وخت زيات نه دی.

وي:ورپسی 我们该走了يعنی مونږ به لاړ شو.

طايب :وو من ګای ځاو له

وي:我们يعنی مونږ

طايب :وو من

وي:该يعنی بايد

طايب :ګای

وي:ځاو يعنی تلل

طايب :ځاو

وي:له په دغه جمله کې هم يوه ځانګړې کلمه ده.

طايب : له

وي:مونږ به دغه جمله يو ځل تکرارکړو،我们该走了(慢速)

طايب : وو من ګای ځاو له يعنی مونږ به لاړ شو.

وي: سمه ده.اوس به مونږ د ريښتيني ژوند په اړه يوه مرکه واورو.

لومړی مرکه

背景声,笑声,碰杯声

客人:时间不早了,我们该走了 ميلمه: وخت زيات نه دی، مونږ به لاړ شو .

主人:欢迎你以后常来。ستا د بيا راتګ هر کلی کوم

客人:谢谢招待,再见!مننه ،خدای په امان

主人:再见!خدای په امان

وي:د مخه ښې پر وخت ځای جيان اورئ چې د خدای په امان معنی لري.

طايب :ځای جيان

وي:لازمه نه ده چې دغه کلمه تکرار کړو، ځکه چې زمونږ په ژوند کې دغه کلمه هميشه کارول کيږي.

طايب : سمه ده،زه هم ستاسې له نظر سره موافق يم

وي: خو مونږ يو ځل تکرارو، جای جيان

طايب : ځای جيان

وي: ځای يعنی يو ځل بيا.

طايب : ځای.

وي: جيان يعنی کتل

طايب : جيان

وي: ځای جيان يعنی بيا به وګورو.

طايب : ځای جيان

وي:دغه مرکه به يو ځل بيا واورو.

لومړی مرکه

背景声,笑声,碰杯声

客人:时间不早了,我们该走了。مېلمه:وخت زيات نه دی،مونږ به لاړ شو

主人:欢迎你以后常来。کوربه:ستا د بيا راتګ هر کلی کوم

客人:谢谢招待,再见!مننه، خدای په امان

主人:再见!خدای په امان

طايب : وي، زه نه غواړم چې زما ملګری امريکا ته ستون شي. زه به يې له ياده و نه باسم ځکه دی زما تر ټولوښه ملګری دی.

وي:طايب صاحب، هېله ده چې تاسی بيا ژر سره وګورئ. په بېجينګ کې به دده سفر په خوشحالۍ سره تير شی.

طايب : سمه ده،په چينی ژبه کې څنګه ويل کيږي چې روغ او جوړ اوسئ؟

وي: ويلی شی چې دو باو ځونګ (慢速)

طايب : دو باو ځونګ

وي: دو يعنی زيات

طايب : دو

وي: باو ځونګ يعنی روغ او جوړ اوسئ

طايب :باو ځونګ

وي: دو باو ځونګ يعنی روغ او جوړ اوسئ

طايب : دو باو ځونګ

وي:تاسی هم ويلی شی چې باو ځونګ

طايب :باو ځونګ،

وي:اوس به ريښتينی مرکه واورو.

دوهمه مرکه

A:我们回去了。مونږ به لاړ شو

B:我送送你们。زه د خدای پامانۍ لپاره ستا مرګړی يم :

A:多保重روغ او جوړ اوسئ

طايب : په چينی ژبه څنګه ويل کيږي چې اړيکی به سره وساتو.کولی شی چې ماته دغه کلمه وښيئ.

وي: تاسې ويلی شئ چې باو چی ليان شه.((慢速)

طايب :باو چی ليان شه.

وي: باو چی يعنی ساتل

طايب : باو چی

وي:ليان شه يعنی اړيکی

طايب : ليان شه.

وي: باو چي ليان شه يعنی اړيکی به سره ساتو

طايب : باو چی ليان شه.

درېيمه مرکه

A:回去吧,有空给我打电话。بېرته ځئ، که وخت لرئ ماته تليفون راکوئ

B:保持联系!多保重!اړيکی به سره ساتو، روغی او جوړ اوسئ

وي:همدا اوس مو درېيمه مرکه واوريدله.د نورو مرکو له اورېدلو مخکې هغه محتويات په أسانه توګه تکرارو چې همدا اوس مو زده کړل نو تاسې به په درېيمه مرکه ښه پوه شی.

طايب : سمه ده. نو په دې جمله چې د وخت زيات نه دی پيل کوو.

وي: په چينی ژبه ويلی شئ چی شه جيان بو ځاو له

طايب :شه جيان بو ځاو له .

وي: شه جيان يعنی وخت

طايب :شه جيان

وي: بو ځاو له يعنی وخت زيات نه دی

طايب : بو ځاو له

وي: شه جيان بو ځاو له (慢速

طايب :شه جيان بو ځاو له .

وي: مونږ به لاړ شو يعنی وو من ګای ځاو له ، وو من ګای ځاوله

طايب : وو من ګای ځاو له

وي: وو من يعنی موږ

طايب : وو من

وي: ګای ځاو له يعنی لاړ شو

طايب :ګای ځاو له

وي: وو من ګای ځاو له ، وو من ګای ځو له، مونږ به لاړ شو

طايب : وو من ګای ځاو له

وي: ځای جيان يعنی خدای په امان

طايب : ځای جيان

وي: دو باو ځونګ، دو باو ځونګ يعنی روغ او جوړ اوسئ!

طايب : دو باو ځونګ

وي: په اسانه توګه هم ويلی شی چې باو ځونګ

طايب : باو ځونګ

وي: باو چی ليان شی، باو چی ليان شی. اړيکی به سره ساتو!

طايب : باو چی ليان شه.

وي:باو چی يعنی ساتل

طايب : باو چی

وي: ليان شه يعنی اړيکي

طايب : ليان شه

وي: باو چی ليان شی، باو چی ليان شی.يعنی اړيکی به سره ساتو!

طايب : باو چی ليان شه.

وي: اوس به ټوله مرکه واورو.

对话一لومړی مرکه

背景声,笑声,碰杯声

客人:时间不早了,我们该走了ميلمه: وخت زيات نه دی، مونږ به لاړ شو .

主人:欢迎你以后常来。کوربه:ستا د بياراتګ هر کلی کوم

客人:谢谢招待,再见!مننه، خدای په امان

主人:再见!خدای په امان

对话二دوهمه مرکه

A:我们回去了。مونږ به لاړ شو

B:我送送你们。خدای په أمانۍ لپاره ستاملګری يم

A:多保重。روغ او جوړ اوسئ

对话三درېيمه مرکه

(音响,火车声)

A:回去吧,有空给我打电话。بېته ځئ، که وخت لرئ، ماته ټليفون راکوئ

B:保持联系!多保重!اړيکی به سره وساتو،روغ او جوړ اوسئ

وې: دا د چينې ژبې لوست مرکې چې تاسو واوريدې.د نننی پروګرام له پای ته رسيدو مخکې به د چين کلتور په اړه ځينی معلومات واورو.

د چين کلتور په اړه څه معلومات

په چين کې چې کله مېلمانه ستاسو له کور څخه خوځېږي، کوربه بايد دغه مېلمه لفټ او بيا د عام موټر تم ځای پورې بدرګه کړي. که کوربه خپل موټر ولري، نو ښايی چې په خپل موټر کې مېلمه کور ته ورسوي،دغه ټکی د لويديځو هېوادونو له کلتور سره توپير لري، په لوېديځو هېوادونو کې وګړي په عمومی توګه له خدای په امانۍ وروسته خپله دروزه تړي.

وي:ټولې مرکې سره تکرار کړی او زمونږ نننی پروګرام به ژر پای ته ورسيږي.

طايب: د پروګرام پای ته رسيږو. مخکې يوه کوچنۍ پوښتنه کوو، په چينې ژبه خدای په أمان ځنګه ويل کيږي؟

وي:د دې پوښتنې ځواب اسان دی، که تاسې غواړئ چې ځواب يې ووايئ، نو د بريښنا ليک له لارې يې راولېږي.

وي:که غواړئ چې د چينې ژبې زده کړې، دغه پروګرام په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړئ، نو پرانټرنټ زمونږ ويب پاڼه وګورئ.

وي:زه وی وي يم او زما همکار طايب.ستا له اوريدلو څخه مننه کوو، راتلونکی پروګرام به بيا سره وګورو.ځای جيان.

طايب: جای جيان.