<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-24 16:03:16    
يو ښار دوه اړخونه ( ٤ )

cri

په شانګهای کې ډېرې زياتې تصدۍ دي . دغو تصديو په پوهنه او روزنه کې خورا د پام وړ کار دی . په دې برخه کې يې د خپلو پانګو يوه برخه لګولې ده . دلته ځينې خلک بېوزله دي او په منځني ډول مياشتنی عايد يې ٧٠٠ يوونه دی چې له ٩٠ امريکايي ډالرو سره برابرېږي او پر عکس بل اړخ ته يې ځينې خلک ډېر شتمن دي او عايد يې لسګونو زرو ته رسېږي.

په شانګهای کې د کور جوړولو صنعت ډېر پرمختللی دی چې له برکته يې دلته ډېرې ودانۍ جوړې شوې دي . يره دومره زياتې چې د سړي سترګې وړي . په نږدې واټن کې يو د بل تر څنګ دنګې ودانۍ ليدل کېږي . د شانګهای په مرکزي سيمه کې د کورونو بيه ډېره لوړه ده ، خو د بېجينګ په پرتله نه . په چين کې د کورونو بيه تر ټولو په بېجينګ کې لوړ ده بيا په شانګهای کې . په شانګهای کې د يوه زاړه کور بيه ٨٠٠٠ يوونه ده او د همدغه ښار په منځنۍ برخه کې د يوه کور بيه تر يو مېليون يوونه اوړي چې تر اوونيم مېليون افغانۍ ډېرېږي . دغسې کور په يوه لوړ پوړه ودانۍ کې وي . له پخلنځي ، او تشنابونو سربېره به درې خونې لري .

په شانګهای ښار کې د بسونو او ټکسيو تر څنګ له مېټرو يعني ځمکې لاندې ګاډو subway څخه هم کار اخېستل کېږي چې موږ دغه لاره د خپل تګ راتګ پر مهال ونه کاروله. سپوږمۍ وايي : په ٢٠١٠ کال کې به په شانګهای ښار کې يو نړيوال سوداګريز نندارتون جوړ شي ، چې دغه نندارتون به د شانګهای سوداګريز ارزښت لا نور هم پسې وځلوي . دغه نندارتون

( WORLD EXPO 2010 SHANGHAI CHINA) نومېږي ، دا به دغه ډول لومړی نړيوال نندارتون وي چې په يو پرمختيايي هېواد کې تر سره کېږي . د ٢٠١٠ کال شانګهای اېکسپو به يوه داسې لويه پېښه وي چې د نندارتون د سايټ په وينا به په بشپړ ډول په ٢١مه پېړۍ کې د ښاري ژوند احتمالي بڼه او د ښاري ودې او پرمختيا مهمه برخه څرګنده کړي .

په شانګهای کې زموږ د سفر لارښوده جانګ ينګ وه چې بيا وروسته يې خپل انګريزي نوم Tracy راته وښود . دا د زغم او صبر خاونده وه . په بس کې به ولاړه وه او په پرله پسې ډول به غږېده ، هېڅ ستړيا يې نه احساسوله . کله چې د سيند له پاسه يوه لوی پله ته ورسېدو ، نو جانګ ينګ وويل : دا هوانګ پو جيانګ سيند دی ، چې شانګهای په دوو برخو ويشي ، شمالي او سوېلي . ددغه سيند له پاسه ډېر پلونه جوړ شوي خو د هوانګ پو په نامه پل يې تر ټولو ستر دی چې ٣٩٠٠ متره اوږدوالی لري او له همدې امله يې په جوړولو څه له پاسه يو ميليارډ ډالر لګښت راغلی . پل د سيند له پاسه په مار پېچ بڼه راتاو شوی او څو نور سړکونه سره نښلوي .

دلته په شانګهای کې واټونه او سړکونه د مشهورو چينايي څېرو په نومونو جوړ شوي دي ، په ځينو سيمو کې واټونه او سيمې د چين د نورو سيمو په نامه هم نومول شوي.

په شانګهای کې به په راتلونکي کې داسې اورګاډی جوړ شي چې ١٠٠٠ مساپر به په يوه وخت کې ځای کړی شي . دغه ګاډی به د برېښنا په مټ ځغلي ځغاسته به يې په ساعت کې٤٠٠ کيلو متره وي . تر زانګ جېنګ پورې اوس دوه ساعته او دېرش دقيقې وخت اخلي چې بيا به يوازې په دېرسو دقيقو کې دغه واټن لنډوي .