<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-24 16:02:54    
د شين جيانګ د پلټنې او نقشې جوړولو دوهم اکاډمی د مرګ پر سمندر بری وموند(دوهمه برخه)

cri

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! زه احمد زلمی مو شين جيانګ ته د کتنې پروګرام ته هرکلی کوم. هيله لرم چې تاسو د دغه پروګرام تر پايه راسره پاتی شئ .

د پروګرام په تيره برخه کې مو د يوې کيسې يوه برخه واريدله چې سرليک يی د شين جيانګ د پلټنې او نقشې جوړولو دوهمه اکاډمي د مرګ له سمندر څخه په تېريدو کې بريالی شوه. نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به دغې کيسې ته دوام ورکړو.

د شين جيانګ د پلټنې او نقشې جوړولو دوهمې اکاډمۍ يوې علمی ډلې د لوبوپو سيمې په اړه د تفصيلی نقشې د جوړولو لپاره له دغې سيمې څخه ليدنه او پلټنه وکړه چې د مرګ سمندر ګڼل کيږی.

د دغې سيمې نه يوازی جغرافيايی چاپيريال سخت دی بلکې ډير وحشی حيوانات هم په کې ژوند کوي. په دې اړه د دغې علمی ډلې يو ګډون کوونکی پروفيسر داشيجياو وويل:

هلته بشر نه شته يوازی وحشی حيوانات ژوند کوی د بېلګې په توګه ايږې او لېوان ليدل کيږی . موږ ته د پلټنې په ترڅ کې د اوبو سرچينو موندل او ټاکل ډير مهم دي . دغه وحشی حيوانات دغو ځايونو ته هم ځی نو په پای کې موږ په دې پوه شوو هرځای چې د وحشی حيواناتو د پښو نښې زياتې وي بايد د اوبو سرچينې ولری. البته دغه ځای ډير خطرناک دی نو موږ يوازی ځينی اورلوبې لګولې .

د پلټنې په ترڅ کې د ژوند ضمانت هم د کارکوونکو په وړاندی يوه لويه ننګونه ده . په دې اړه مشر دنګ شين ان وويل :

موږ له ځان سره يوازی د ٤٨٠ کيلوګرامو په اندازه د اوبو څلور زيرمې درلودې او د اټکل له مخې يی د ١٢ کسانو د يوې اوونۍ اړتيا پوره کولی شوی خو زموږ دنده د يوې اوونۍ په موده کې نه شوی پوره کيدای. د دې ترڅنګ پيټرول، سابه او ډوډۍ په ګډون اړوند توکی هم کافی نه وو . مونږ بايد په وختی توګه اړوند توکی اخيستلی، خو لار ډيره ستونزمنه وه او په موټر کې د يو ځل تګ راتګ دريو ورځو ته اړتيا درلوده .

په دغو ١٢ ورځو کې د دغې ډلې کارکوونکو کافی اوبه نه درلودې چې خپل مخونه پاک کړي . مګر دوی له بېلابېلو ستونزو سره سره خپله دنده ترسره کړه.

پروفيسر داشيجياو وويل :

کله چې مونږ دغه ځای ته ورسيدو نو که څه هم له ډيرو ستونزو سره مخامخ وو خو بيا هم مو هوډ پياوړی و چې بايد خپله دنده ترسره کړو. په حقيقت کې موږ خپل کورونه او کورنۍ ډېر يادېدل خو زموږ کارونه تل

همداسی دی . د لوبوپو په دغه ځانګړې سيمه کې زمونږ ترټولو لويه هيله يوازی دا وه چې له خپلو کورنيو سره څه خبرې وکړو.

د ٢٠٠٧ کال د نوامبر په ٢ نيټه د دغې علمې ډلې ټول ګډون کوونکی دومره خوشاله وو لکه د اختر ورځ لمانځی ځکه چې د دغې ډلې د يو ګډون کوونکي ښاغلی ليانګ هوا لور زيږيدلې وه. دوی په جلاجلا توګه ليانګ هوا ته مبارکی وويله خو ښاغلی ليانګ ډير ارمانجن ښکارېده ځکه چې دی په دغه وخت کې له خپل مېرمن او ماشوم سره ملګری نه و. په دې اړه مشر دنګ شين ان هم وويل :

د نوامبر په دوهمه نيټه د ليانګ هوا لور زيږيدلې وه خو مونږ په دی اړه معلومات نه درلودل. وروسته مونږ وړانديز وکړ چې ليانګ هوا کورته ولاړ شی خو ښاغلی ليانګ دغه وړانديز رد کړ او ويی ويل چې په کور کې يی اړوندې چارې تنظيم شوې دي او بايد دلته خپل کار پوره کړي . زه د مشر په توګه هم ډير خوابدي وم .

د يادې شوې ډلې د ټولو کارکوونکو کوششونو له امله د لوبوپو سيمې د پلټنې او نقشې جوړولو کار په بريالی توګه پای ته ورسيد. د دغې پروژې له مخی دغه ډلې د لومړی ځل لپاره د لوبوپو کښته سيمې پراخوالی پلټنه کړې او په تفصيلی توګه يی د دغې سيمې د جغرفيايی چاپيريال ، نباتاتو ، اقليمی حالت ، ترانسپورټ او اوبو په اړه اړوند معلومات ترلاسه کړي دي. دغه کار د لوبوپو سيمې په تيره بيا په دغه سيمه کې د وحشی اوښانو د ساتنې سيمې د ايکولوژيکی ساتنې لپاره علمی او معلوماتی بنسټ ايښی دی.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!