د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال لېږدونې فعاليت د اپريل په ٢٤ نېټه د استراليا په پلازمينه کانبرا کې په بريالۍ توګه تر سره شو.
کانبرا په بهر کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې پنځلسم تم ځای و . سپيڅلی مشال په ٢ ساعتونو او ٤٥ دقيقو کې د اتيا تنو مشال لېږدونکيو له خوا د شپاړس کيلومترو په اوږدوالي لار ولېږدول شو. تر اوسه د بېجينګ اولمپيک لوبو د مشال لېږدونې فعاليت د نړۍ په ٥ لويو وچو کې په بريالۍ توګه تر سره شوی دی .
له کانبرا وروسته به د بېجينګ د اولمپيک لوبو مشال ليږدونې فعاليت د جاپان په ناګانو کې تر سره شي .