<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-24 17:11:27    
د بېجينګ اولمپيک لوبو د بازار پرمختګ چارې زيات برياليتوبونه تر لاسه کوي.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د بېجينګ اولمپيک لوبو په رارسېدو سره د بازار پرمختګ چارې هم يو مهم پړاو ته رسېدلې دي. اوس د بېجينګ اولمپيک لوبو د ملاتړ کوونکيو تصديو راجلبولو کار بشپړ شوی چې په ترڅ كې يې زيات شمېر کورنۍ او بهرنۍ پياوړې تصدۍ د بېجينګ اولمپيک لوبو د ملاتړ کوونکيو تصديو په توګه ټاکل شوې دي. دغه تصدۍ به نه يوازي د پانګو، مالونو، تکنولوژۍ او خدمتونو په برخو کې له اولمپيک لوبو سره مرسته وکړي، بلکې د خپلې سوداګريزې نښې څرګندولو لپاره به د عمومي ښېګڼې زيات فعاليتونه هم تر سره کړي.

د بېجينګ اولمپيک لوبو د ملاتړ کوونکيو تصديو تر منځ د کوکا کولا، جنرال الېكټرېك او کوډک په شمول د اولمپيک نړيوالې کمېټې دوولس نړيوالې همکارې تصدۍ، د چين بانک او د وولکس وېګن په شمول د بېجينګ اولمپيک لوبو يوولس همکارې تصدۍ او د هاير او ايي لي په ګډون د دوهمې کچې لس ملاتړ کوونکې تصدۍ شاملې دي. دغه تصدۍ د بېجينګ اولمپيک لوبو ته زياتې پانګې، مالونه او د تکنولوژۍ ډولونه برابروي چې په روانه توګه يې د اولمپيک لوبو ترسره كېدو لپاره کلک مالي بنسټ ايښی دی.

د بېجينګ اولمپيک لوبو د بازار چارو پرمختګ څانګې مشرې مېرمن يوان بين په دې اړه وويل:

دغه تصدۍ د خپلې سوداګريزې نښې او چارو تبليغول او د اولمپيک روحيې خپرول سره يو ځای کوي چې نه يوازې د دوى ګټې په كې دي، بلکې د اولمپيک لوبې او اړوندې روحيې او خوبونه هم خپروي. بې له شكه دوی د اولمپيک لوبو د پرمختګ لپاره ډېر مهم خدمتونه تر سره کوي.

چين به په نړۍ کې د يو تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد په توګه د اولمپيک لوبو تر سره کولو له لارې د ټولو نړيوالو په وړاندې يو ډېر لوی ډګر وګرځي چې په كې به په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ اولمپيک لوبې هم د ځان ښودلو په اړه چيني تصديو ته يو فرصت برابر کړي او د نړيوالو تصديو له خوا به د چيني بازار پراخولو لپاره ګټه ولري.

د کوريا جمهوريت سومسونګ شرکت د اولمپيک نړيوالې کمېټې د يوې همکارې تصدۍ په توګه د اولمپيک سپېڅلي مشال لېږدونکيو د غوره کولو فعاليت تر سره كړ. دغه شرکت په چين کې د عامو بزګرانو، ښوونکيو، ډاکترانو او کارپوهانو په شمول د ټولنې زياتو غوره شخصيتونو ته بلنه ورکړه چې د اولمپيک سپېڅلي مشال لېږدونکيو دنده پر غاړه واخلي. په چين کې د دغه شرکت عمومي مدير ښاغلي پارک يون هېي زموږ خبريال ته وويل:

موږ پر انټرنېټ د رايه ورکولو له لارې دوه سوه او پنځه شپېته تنه عام خو ستر وګړي غوره کړل چې د خپل وطن پرمختګ او د ټولنيز ثبات لپاره کار کوي او د خپلو فعاليتونو له مخې زياتې زړه وړونکې کيسې ليکي. که څه هم دوی زيات شهرت نه لري، خو د چين د ټولنې او کلتور پرمختګ لپاره يې هم نوع ګټور خدمتونه تر سره کړي دي. نو دوی به ځكه د چين د ټولو وګړيو په استازيتوب د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال ولېږدوي.

د لېنووو ډله د اولمپيک لوبو په تاريخ کې لومړنۍ چيني تصدي ده چې د اولمپيک نړيوالې کمېټې د يوې نړيوالې همکارې تصدۍ په توګه ټاکل شوې ده. دغه ډله د اولمپيک لوبو په ترڅ كې د ځان تبليغولو تر څنګ د چين د يوې ځايي تصدۍ په توګه خپله دنده تر سره کوي چې د اړوندو پلانونو په جوړولو سره د عمومي ګټو په رنګا رنګ چارو او فعاليتونو کې ګډون کوي. د لېنووو ډلې له ٢٠٠٦ کال څخه د اولمپيک لوبو په اړه زر ولسواليو ته د سفر فعاليت پيل کړ چې تر اوسه پورې څه دپاسه اته مليون تنه وګړيو په کې ګډون کړی دی. د دغې ډلې اړوند چارواکي ښاغلي چين شاو پنګ وويل

موږ هيله لرو چې په ليري سيمو کې زيات وګړي د اولمپيک لوبو په فعاليتونو کې ګډون وکړي او د دغو لوبو اړونده روحيه سره شريکه کړي. موږ د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو د لومړۍ کچې ملاتړې تصدۍ په توګه خپله ټولنيزه دنده لرو.

د اولمپيک لوبو تر سره کولو تر څنګ د چاپېريال ساتل د چين حکومت يوه ژمنه ده او د ملاتړ کوونکيو تصديو د کوښښونو يو لورى هم دی. د امريکا د جنرال الېكټرېك شرکت د اولمپيک نړيوالې کمېټې د يوې نړيوالې همکارې تصدۍ په توګه تل د چاپېريال ساتنې چارې هڅوي. دوی به د بېجينګ اولمپيک لوبو په زياتو ساحو کې د چاپېريال ساتلو په اړه د تکنولوژۍ ډېر ډولونه وکاروي. په چين کې د دغه شرکت چارواکي ښاغلي پانګ ده مينګ وويل:

موږ غواړو نه يوازې د اولمپيک لوبو په چارو كې پانګونه وکړو، بلکې خپلې تکنولوژۍ بېلابېل ډولونه برابر کړو او هم د اړوندې ژمنې پوره کولو لپاره د چين له حکومت سره مرسته وکړو. موږ باور لرو چې بېجينګ ښار به ټولو نړيوالو ته خپله وياړلې څېره وښيي.