<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-24 17:22:17    
د جاپان ناګانو ښار د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال ليږدولو فعاليت لپاره تياريانی نيسی

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال د ليږدولو فعاليت به د اپريل په شپږويشتمه نېټه د جاپان په ناګانو ښار کې تر سره شي. اوس د جاپان د اولمپيک کمېټه او د ناګانو اړوندې خواوې د دغه فعاليت لپاره بېلا بېلې تياريانې نيسی.

تر اوسه پوری په ناګانو ښار کې د سپيڅلی مشال ليږدولو په فعاليت کې د ګډون کوونکيو نومونه ټاکل شوی دی. د اتيا تنو مشال ليږدونکيو تر منځ د جاپان د اولمپيک کمېټې د مشر تاکيدا څونيکازو، د ناګانو د ښاروال مرستيال او د مشهور لوبغاړی کيتاجما کوسوک په شمول پر مشهورو لوبغاړو سربيره، په ټولنه کې ډېر کسان غوره شوی چې د ناګانو نهه دېرش ښاريان هم پکې شامل دي.