<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-25 17:28:20    
د چين موزيمونه په وړيا توګه پرانيستل کېږي

cri

چينايانو له اوږدی مودی راهيسی د ټکټونو اخيستلو له لاری موزيمونو ته ځي، خو په وروستيو ورځو کې د چين د کلتور وزارت له خوا يو امتيازي تدبير نيول شوی چې له مخې يې د چين موزيمونه په وړيا توګه پرانيستل کېږي . د اپريل تر لومړۍ نېټې پورې شپږ سوه موزيمونه په وړيا توګه وګړيو ته پرانيستل شول او دغه شمېر به راتلونکی کال ١٤٠٠ ته ورسېږي . د چين د بېلا بېلو کچو حکومتي ادارو د موزيمونو وړيا پرانيستلو د ملاتړ لپاره زياتې پانګې لګولي دي .

د ٢٠٠٧ کال په مارچ کې د چين په جنوب شن جن ښار کې د لومړۍ ځل لپاره موزيمونه په وړيا توګه پرانيستل شول . په همدی کال د نوامبر په ٦ نېټه د چين په منځنی هو بی ولايت کې هم اعلان وشو چې د هو بی موزيم به تل د خلکو پرمخ وړيا پرانيستې وی . دغه موزيم په هوبی ولايت کې د ولايت په کچه يوازنی مجموعي موزيم دی چې څه دپاسه ٢٠٠ زره تاريخي اثار په کې ايښودل شوي دي .

د هو بی ولايت حکومت د دغه موزيم د وړيا پرانيستنې د ملاتړ لپاره هر کال د جبران په توګه هغه ته ٣٠ مليونه يوانه ورکوي . د بېجينګ ښاروالی به هم د دغو کارونو د پلوی لپاره هر کال څه دپاسه سل مليون يوانه ولګوي. د چين حکومت له پلان سره سم به په روان او راتلونکی دوو کلونو کې د چين د خيرښېګڼې چارو موزيمونه او د وطن پرستې ښوونې اډې په وړيا توګه وګړيو ته پرانيستل شي . د چين د تاريخي اثارو د اداری مرستيال جانګ بای وويل د موزيمونو د وړيا پرانيستنې له امله د چين د بېلا بېلو ځايونو موزيمونو او تاريخي اثارو سازمانونه د اداری کارونو په وړاندی لوړې غوښتنې ته اړتيا لري .

د روان کال د مارچ په ٢٨ نېټه په بېجينګ کې ٢٩ موزيمونه په وړيا توګه پرانيستل شول . د بېجينګ د تاريخي اثارو د اداری مشر کونګ فان جه وويل له دی مخکې د بېجينګ د تاريخي اثارو اداری د سيلانيانو شمېر د ناڅاپي زياتوالی له امله د بېلا بېلو رامنځته شويو مسئلو د مخنيوی لپاره زياتې لايحې جوړې کړی .

د چين د تاريخي اثارو اداری له شمېرنې سره سم ، د موزيمونو له وړيا پرانيستنې وروسته د سيلانيانو شمېر په سلو کې پنځه سوه زيات شوی چې ورسره وګړي په کلتوري فعاليتونو کې د ګډون لپاره له زياتو فرصتونو برخمن شوي دي .