څاو يو د ١٩١٠ کال د سپتمبر په ٢٥ نېټه په تيان جين کې زېږېدلی او له ماشومتوب څخه يې له اوپيراګانو سره ډېره مينه درلوده نو و يې غوښتل چې پر يو لوبغاړی بدل شي. څاو يو د ١٩٢٢ کال د سپتمبر په پيل کې د نان کای په منځني ښوونځی کې شامل شو او د ١٩٢٥ کال په مارچ کې يې د دغه ښوونځی د ادب ټولنې غړيتوب تر لاسه کړ او د ادب يوه خپرونه يې چاپه کړه.
څاو يوپه ١٩٢٧ کال کې د نان ځوانګ اوونيزې خپرونې د چلوونکی دنده پر غاړه واخيستله او د( ناټاکلي فکرونه، کانفوسيوس او واورئ، چينايان!) په ګډون يو شمېر مقالې يې خپرې کړې چې د فيوډالی نظام پر وروستو پاتې والی يې نيوکه کوله. هغه په ١٩٢٨ کال کې دری شعرونه هم خپاره کړل چې نومونه يې ما د اپريل په پای کې يو ښکلی کس ته خدای پاماني وويله، د جنوبي باد اهنګ او يوه لنډه موده وو. له دغو شعرونو څخه د ده داسې شوق وذوق څرګندېږي چې په پرله پسې توګه يې د خپل ژوند اهميت موندلی او دوام ورکړی و. پر همدی مهال دغو شعرونو د ده د راتلونکو ډراموپر ليکنې ژورې اغېزې هم کړې وې.
هغه ډرامه چې نوم يې د انزکې کورنۍ دی، څاو يو ته ډېر شهرت ورکړ. ١٨ کلن څاو يو د ډرامې د يوې ښځينه اتلې (نالا) په توګه لوبه وکړه چې ستر برياليتوب يې تر لاسه کړ. د ډرامې په ساحه کې د څاو يو استعداد هم له دغې ډرامې څخه څرګند شو. څاو يو له نان کای ډرامي ډلې سره ډېره مينه درلودله او ورڅخه يې مننه وکړه. ده په
تيان جين کې د ډرامو ژوند په نامه په يو کتاب کې وليکل چې دغه ډله زما لومړی ښوونکی دی چې ورسره ګډکار څخه پردې پوه شوم چې ډرامه جدي ده او د وګړيو د لارښوونې لپاره ده. زه د ډرامې نندارې له لارې له سټيج او نندارچيانو سره اشنا شوم او پردې پوه شوم چې په څه ډول د ډرامو ليکل د نندارچيانو پاملرنه راجلبولی شي. ډرامې له ناولونو او فلمونو سره توپير لري چې خپلې قاعدې لري او د دغو قاعدو د لاس موندلو يوه مهمه لار پر سټيج ننداره کول دی. داسې ويل کېږي چې څاو يو يوه سمه لار غوره کړې وه چې د ٢٣ کالو په عمر يې د تالنده او باران په نامه يوه کلاسيکه ډرامه وليکله.
په ١٩٢٨ کال کې څاو يو د نان کای پوهنتون د سياست په څانګه کې شامل شو. په دغه پوهنتون کې يې د زده کړې په ترڅ کې يې له طبيعی ساينس، سپورټ او موسيقۍ سره علاقه پيدا کړه، خو د ده لپاره تر ټولو مينوال هنر لا هم ډرامه وه.
څاو يو په ١٩٣٠ کال کې د څينګهوا پوهنتون د لوېديځ ادب په په څانګه کې خپلې زده کړو ته دوام ورکړ. د ١٩٨٥ کال د اکتوبر په څلورمه نېټه بېرته خپل مورنۍ نان کای ښوونځی ته ستون شو او و يې ويل چې زه به هڅکله نان کای ښوونځی هير نه کړو او د تل لپاره به له دغه ښوونځی سره نژدی اوسم.