د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د چاپېريال ساتنې وزارت مرستيال وو شياو چينګ د اپريل په څلورويشتمه نېټه وويل چين به د هغه ډول اقتصاد د پرمختګ له لارې د چاپېريال ساتنه پياوړی کړي چې لږ انرژۍ په لګول کېږی او ککړتيا يې کمه وي.
اوس د اقليمی بدلون او د علمی او تخنيکی نوښت په اړه نړيوال فورم غونډه په بېجينګ کې روانه ده. ښاغلي وو شياو چينګ په دغه فورم کې وويل چين به د اقليمی بدلون د ننګونو په وړاندې د مقابلې لپاره د ياد شوی اقتصاد د ابادۍ ستراتيژۍ د څېړنې او جوړونې کارونه چټک کړي او په کور کې د انرژۍ سپمولو او شنو خونو ګازونو د ايستلو اندازې د کمښت کارونه پرمخبوزي.