<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-26 15:31:56    
مونږ او اورېدونکی

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ، زه امان الله عمران يم له هر څه مخكې له لوى خداى نه غواړم چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم مو د ژوند په چارو كې برياليتوب او سرلوړي مو په برخه وي، د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى او زه يې د وړاندې كولو لپاره بيا هم دا دى سټوډيو ته راغلى يم، او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم. نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. د اورېدونكيو له خوا بيا هم ليكونه خورا ډېر راغلي، نو ستاسو او ستاسو د ليكونو تر منځ وخت ډېر نه نيسم، نو راځي چې پروګرام پيل كړو.

- د پروګرام په پيل كې دغه ليك را اخلم چې له كابل څخه اورېدونكي سيد اعظم عزيزي بخارايي را استولى دى. لومړى يې د پښتو خپرونې ټولو همكاارنو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ګرانو دوستانو تاسو او ستاسو له لارې د ستر چين خلكو او د نړۍ ټولو خلكو ته د ۱۳۸۷لمريز هجري كال د رادبره كېدو مباركي وايم او له خداى څخه غواړم چې دغه كال د افغانانو او چينايانو لپاره د سولې او ارامۍ د پيل كال وي. اورېدونكى سيد اعظم زياتوي: غواړم ستاسو له لارې د هغو كلبونو مشرانو ته چې د چين نړيوالې راډيو سره قلمي اړيكي لري خپل او زما د كلب د نورو غړيو له خوا سلامونه او د نوي لمريز كال د پيل مباركۍ ووايم. په كوهاټ كې د اريانا ادبي كلتوري بهير مشر سيد وارث حنيفي، همدلته د احمد شاه ابدالي كلب مشر ملنګ جان شابيوال، د اريوب كلب مشر اقبال بشردوست، د ګوربت مجلې مسئول حفيظ الله غښتلى، د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي، د يوراج كلب مشر محمد شفيق مقاليديار، د پاك لسنرز كلب مشر مبشر حسين عشير، د خيبر لسنرز كلب مشر قاري نعمت الله، د باختر كلب مشر سعيد الرحمن او داسې نورو دوستانو ته سلامونه او د نوي كال د پيل مباركۍ وايم. نوړى بيا وايي: ستاسو سهارنۍ او ماښامنۍ خپرونې هره ورځ اورم او د بېلابېلو پروګرامونو له اورېدو مې ډېره ګټه اخيستې ده، د بېجينګ اولمپيك لوبو په اړه د سيالۍ پوښتنپاڼې مو چې را لېږلې وې، دى وايي، پوښتنو ته له ځوابونو ويلو وروسته مو بېرته در واستولې، بيا دعا كوي چې عزيزي كلب په سيالۍ كې بريالى او د جايزې ګټلو جوګه شي. نوموړى بيا د خپل ليك په پاى كې د خپرنيزو توكيو د ور رسېدو ډاډ راكړى دى.

- دغه راز له كابل څخه د همدغه عزيزي كلب غړي سيد بهادر ناصري بخارايي هم ليك را استولى دى. ده هم د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ګرانو دوستانو دا زما لومړى ليك دى چې د چين نړيوالې راډيو ته يې در استوم، خداى وكړي چې د موږ او اورېدونكي پروګرام كې يې راته خپور كړئ. نوموړى هم بيا د ۱۳۸۷ لمريز هجري كال د پيل مباركي وايي او د سولې او ارامۍ هيله په كې كوي. اورېدونكى سيد بهادر بيا زياتوي او وايي: كاله چې تاسو ما ته مطبوعات را استوئ نو زما پر تخلص سربېره د بخارايي كلمه نه زياتوئ، لطفا، نوموړى غوښتنه كوي، په راتلونكي كې د بخارايي كلمه وليكئ چې موږ پرې وياړو.

- د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ له صبريو كلي څخه د يوراج كلب مشر محمد شفيق مقاليديار په خپل ليك كې لومړى د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو او بيا اورېدونكيو ته سلامونه ويلي، د تېر لوى اختر مباركۍ يې هم ويلي، له دې معلومېږي چې ليك يې ډېر مخكې را استولى دى. اورېدونكي مقاليديار هم بيا په مانسهره كې د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي او نورو ملګريو، په كوهاټ كې د اريانا ادبي تنظيم مشرانو هر يو سيد وارث حنيفي، سيف الرحمن هاشمي او نور ملګريو ته يې، په ژوب كې د سي ار اى لسنرز كلب مشر رفيع الله مندو خېل او ملګريو ته يې، او په مردان كې د مرداني كلب مشر محمد رضا ته سلامونه او د تېر لوى اختر مباركۍ ويلې دي. اورېدونكى مقاليديار بيا د ټولو اورېدونكيو په استازيتوب له سي ار اى راډيو مننه كوي چې، دى وايي، ټولو اورېدونكيو ته په يوه سترګه ګوري. بيا وايي: ګرانو، ستاسو څخه په درناوي هيله كوم نور هم د سياليو دغه شان پروګرامونه جوړ كړئ، زما په فكر، دى وايي، د اورېدونكيو راجلبولو ښه لاره همدغه مسابقې دي. ګرانو همكارانو، اورېدونكى مقاليديار د خپل ليك په پاى كې وايي، نن سبا زما د كلب غړيو شمېر ۴۲ تنو ته رسېږي، چې په ډېر نژدې وخت كې به ستاسو سره قلمي اړيكي ټينګ كړي.

- دغه بل ليك را اخلم چې اورېدونكى په كې ليكي: زه نقيب الله د پاكستان صوبه سرحد له هريپور څخه تاسو ليك درلېږم، هيله ده، دى وايي، چې په پروګرام كې يې راته خپور كړئ. بيا ليكي: زه د شپږم ټولګي زده كوونكى يم تاسو او ستاسو ګرانو اورېدونكيو ته ډېر ډېر سلامونه وړاندې كوم. او رېدونكى نقيب الله زياتوي: زموږ سي آر اى راډيو ډېره خوښه ده، تاسې ډېر په زړه پورې پروګرامونه خپروئ. بيا وايي: د چين دونګ او دونګ شيانګ ډېر ښكلي قومونه دي، په راتلونكي وخت كې، اورېدونكى نقيب الله زياتوي، زه غواړم چېن ته سفر وكړم، اوس زما عمر، دى وايي، يوولس كاله دى، بيا د خپل ليك په پاى كې وايي: زه غواړم پر راډيو يو څو ښكلې سندرې ووايم. نو ګرانه اورېدونكيه نقيب الله خانه، موږ هم هيله من يوو چې ستا ارمانونه پوره شي، هيله ده خپل ليك دې اورېدلى وي او نور ليكونه هم راواستوې.

- د اورېدونكي نقيب الله يو بل ملګري نور اغا هم له همدغه ځاى هريپور څخه ليك را استولى دى. لومړى يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: د سي ار اى راډيو پښتو خپرونه په ډېر شوق او مينه سره اورو، په راتلونكي كې به هم ستاسو د خپرونې اورېدو ته دوام وركوو. نو هيله لرو، نوموړى ليكي، هغه پروګرامونه چې ستاسو له خوا خپرېږي نور هم په زړه پورې او خوندور شي. اورېدونكى نور اغا زياتوي: ستاسې پروګرمونه زموږ لپاره ډېر ارزښت لري او خپرونه مو زموږ ډېره خوښېږي. بيا وايي: موږ هيله لرو چې د اولمپيك لوبو په اړه پروګرامونه جوړ كړئ او تل غواړ، نوموړى د خپل ليك په پاى كې وايي، چې ستاسې د پروګرامونه خوند همداسې دوام ولري.

- د بلوچستان له ژوب څخه اورېدونكى فضل الرحمان ناصر په خپل ليك كې لومړۍ له خپلو ملګريو سره په ګډه سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زما د كورنۍ ټول غړي تاسو ته سلامونه وايي، زه پښتو په سمه توګه نه شم ليكلى، عذر مې ومنئ. بيا وايي: دا مې لومړى ليك دى چې تاسو ته يې دراستوم. زه له چين سره ډېره مينه لرم. زه دلته يو پلورونكى يم، ستاسې پښتو خپرونه اورم او ډېر خوند راكوي.اورېدونكى فضل الرحمان د خپل ليك په پاى كې وايي: دا ليك د ر فيع الله مندو خېل په مرسته درلېږم او ډېره مننه ترې كوم. مجلې او نور خپرنيز نوكي راولېږئ زه يې په انتظار يم.

- دغه بل ليك را اخلم چې د پاكستان له پېښور څخه نويد خان را استولى دى.له سلامونو او ادب وروته يې ليكلي: لومړى ځل ستاسې په خدمت كې ليك وړاندې كوم، هيله ده چې په پروګرام كې يې راته خپور كړئ. ستاسو پروګرامونه ډېر په مينه اورو. موږ خبر يو، نوموړى ليكي، چې اولمپيك لوبې به په راتلونكي اګست مياشت كې په بېجينګ كې ترسره شي، هيله ده، نوموړى زياتوي، چې زه او زما ملګري په بېجينګ اولمپيك لوبو كې برخه واخلو، چې مطلب يې ښايي له نژدې څخه د لوبو كتل وي. په پاى كې وايي: موږ ته د اولمپيك لوبو په اړه معلومات راولېږئ.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، نو راځئ چې دا ځل د ناشناس په غږ دغه سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د ناشناس سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.