د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين بهرنيو چارو وزارت د اپريل په شپږويشتمه نېټه څرګنده کړه د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې به چين ته د بهرنيانو پر راتګ هېڅ اغېزه و نه شي.
د چين حکومت د اولمپيک تېرو دورو لوبو او نورو نړيوالو سياليو له دودونو او د چين له اړوندو قوانينو سره سم چين ته د بهرنيانو ننوتلو د ويزې په اړه معقول ترتيبات تر سره کړي دي. هر څوک چې له اړوندو قواعدو سره سمونه خوري، نو د چين حکومت به ويزه ورکړي.