<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-27 17:53:13    
په پيونګ يانګ کې د چين سفير وايی ديموکراتيکه کوريا په پيونګ يونګ کې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت ته په درنه سترګه ګوري.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ديموکراتيکه کوريا کې د چين سفير ليو شياو مينګ د اپريل په شپږويشتمه نېټه زموږ د راډيو خبريال ته وويل چې د عمومي منشي کيم جونګ ايل په ملاتړ دغه هېواد په خپله پلازمېنه په پيونګ يونګ کې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت ته په ډېره درنه سترګه ګوري.

پيونګ يونګ په بهر کې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدولو اتلسم تم ځای دی. سفير ليو شياو مينګ وويل دا لومړی ځل دی چې د اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال پيونګ يونګ ته رسېږي.

د ټاکلي پلان له مخې به د اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال د اپريل په اته ويشتمه نېټه سهار له سيول څخه پيونګ يونګ ته ورسېږي او د همدې ورځې سهار په لسو بجو به د لېږدولو فعاليت پيل شي. په هغه وخت کې به نژدی اتيا تنه مشال لېږدونکي په ياد شوی فعاليت کې ګډون وکړي او د لېږدولو بهير اوږدوالی به يې شل کيلومتره وي.