<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-27 19:31:54    
د کارګرانو ورځ په اړه يو لړ سندری

cri

ګرانو اورېدونکو ، چيني کارګرانو له لرغوني مودې څخه تر اوسه پورې د سندرو ويلو له لاری خپل احساسات څرګند کړی او اوس هم په چين کې زيات شمېر دغه ډول سندری شته چې د کارکوونکو ستاينه په کې کېږي . د مې مياشت لومړۍ ورځ د کارګرانو نړيواله ورځ ده ، د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د کارګرانو د ستاينې لپاره يو لړ خوندوری سندری وړاندی کړو .

ګرانو اورېدونکو ، تاسو همدا اوس د يون نان ولايت يوه غرنۍ سندره واورېده . په دغه سندره کې د ماشومانو ګوروانو ژوند څرګندېږي . چيني سندری په لرغوني موده کې رامنځته شوی چې له کار کولو سره يې اړيکی درلودې . اوس به موږ په ګډه د ما که له خوا يوه جوړ شوی سندره واورو چې نوم يې دی موږ کارګران ځواک لرو . دغه سندره په ١٩٤٨ کال کې جوړه شوې چې د کارکولو په وخت کې د چيني کارګرانو تاوده احساسات په کې څرګندېږي .

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!