<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-27 20:10:27    
د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو د سپيڅلي مشال لېږدونې فعاليت په سيول کې په بريالۍ توګه تر سره شو

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک سپورټي لوبو سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت د اپريل په ٢٧ نېټه د کوريا جمهوريت په پلازمېنه سيول کې په بريالي توګه ترسره شو.

سيول د مشال لېږدونې اوه لسم تم ځای دی. د کوريا جمهوريت د سپورټ وزير کيم جونګ کيل وويل د لېږدونې فعاليت د همدی ورځ له غرمې وروسته په دوه بجو او اته لس دقيقو له سيول اولمپيک پارک څخه پيل او دغه مشال د لسګونو لېږدوونکيو په لاسونو کې له پنځه ساعته او دوويشت کليومتره لېږدونې وروسته په دغه ښار کې خپل وروستي تم ځای حکومتي ډګر ته ورسېد. لېږدونکی يوون تاي وونګ چې د شپږ کلنۍ په عمر يې د ١٩٨٨ کال اولمپيک لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و، سپيڅلي اور بل کړ چې بيا وروسته په سيول کې د مشال لېږدونې فعاليت په بريالي توګه پای ته ورسېد.