<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-28 18:16:04    
مېرمن چوسونګ هی د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ د کلتوري تبادلی د پياوړتيا لپاره هڅې کوي

cri

مېرمن چو سونګ هی د يوې کوريايۍ په توګه په چين کې د دايمي استوګنې حق لري، هغې د هېواد د دوستۍ په اړه جايزه تر لاسه کړې او د اولمپيک سپورتي لوبو د مشال لېږدونکې په توګه وټاکل شوه. چو سونګ هی له تېرو ١٢ کلونو راهيسی د چين د منځنی ان هوی ولايت په هه فی ښار کې ژوند کوی چې په دغه موده کې يې د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ د اقتصادي ، سوداګريزې او کلتوري تبادلې د پياوړتيا لپاره هڅې کړې دی ، نو له دی امله يې د چين د دوستۍ جايزه تر لاسه کړه . د چو سونګ هی په قول اوس هغه په واقعی توګه د هه فی ښار يوه وګړی ده . د ژوند په چين کې پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين په هه فی ښار کې د مېرمن چو سونګ هی د ژوند په اړه معلومات وړاندی کړو .

پنځوس کلنه چو سونګ هی د کوريايانو ځانګړی عادت لري چې له خپلو دوستانو سره د عادي مرکې او خبرو په ترڅ کې پر غالۍ باندې کښيني. مېرمن چو سونګ هی خبريال ته وويل چين ته له رارسېدو مخکې د يو وړوکتون ښوونکې وه او ددی مېړه د کمپيوټر د يو پلورنځی مشر و . که څه هم ددوی ژوند شتمن و، خو په ١٩٩٦ کال کې ددی کورنۍ پريکړه وکړه چې د چين هه فی ښار ته ولاړه شي .

مېرمن چو سونګ هی وويل هغه مهال زيات شمېر کوريايانو د چين په ساحلی ښارونو کې له ژوند سره مينه درلوده . خو هغه د خپل زوی له وړانديز سره سم له خپل مېړه سره هه فی ته ورسېده، اوس چو سونګ هی او مېړه يې د هه فی په يو پوهنتون کې د کوريايي ژبې د ښوونکيو په توګه کار کوي . هغې وويل 

که څه هم ساحلی ښارونه له کوريا جمهوريت سره نژدی دی او په کې د کوريايانو شمېر زيات دی ، خو زما د زوی په اند د هه فی ښار يو داسی ښه ځای دی چې د هېواد نورو ځايونو ته يی د رسېدو واټن لنډ دی ، يو علمی ښار هم دی او له لرغونی زمانی راهيسی ډېرو مشهورو شخصيتونو په کې ژوند کړی دی ،دغه راز دلته د شيانو بيې ټيټې دي . مېرمن چو سونګ هی او ددی د کورنۍ غړيو چين ته د رسېدو په پيل کې د چيني ژبې د زده کړی لپاره کوښښ کړی ، دی خبريال ته وويل د شيانو پيرودنې په وخت کې يې د ځايي لهجی يو څو جملی زده کړې او ددی تر څنګ يې يو غټ پلان په زړه کې راپورته کړی دی .

موږ په ١٩٩٦ کال کې چين ته له رسېدو مخکې په کوريا جمهوريت کې چيني شيان اخيستل کېږي، نو موږ هيله لرو چې په چين کې د کوريا جمهوريت شيان هم اخيستل کېږي .

نو په هه فی ښار کې د کوريا جمهوريت دوکانونو د پرانيستلو لپاره مېرمن چو سونګ هی په فعاله توګه د هه فی ښار له اړوندو څانګو سره تبادله کړی او د کوريا جمهوريت له زياتو شرکتونو سره يې اړيکی جوړی کړی دي .

د مېرمن چو سونګ هی د کوښښ له امله تېر کال په هه فی ښار کې د کوريا جمهوريت لومړی سوداګريز ښار ګوټی په رسمي توګه پرانيستل شو . د دغه ښار ګوټی مشرې مېرمن شه خبريال ته وويل :

زموږ په دغه ځای کې ټول شيان د کوريا جمهوريت ځانګړی شيان دي ، د مېرمن چو سونګ هی له غوښتنې سره سم دلته د اداری سبک ښه دی .

د مېرمن چو سونګ هی په اند دغه پروژې نه يوازی د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټورې

دی، بلکې د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ د کلتوري تبادلی لپاره هم ګټه لري .

بر سيره پر دی مېرمن چو سونګ هی د چين او کوريا جمهوريت ترمنځ د ښوونيزې تبادلې لپاره هم خپل خدمتونه کړی چې ددی د کوښښونو له امله په هه فی ښار کې لسګونه لومړنيو او منځنيو ښوونځيو د کوريا جمهوريت له لومړنيو او منځنيو ښوونځيو سره اړيکې ټينګې کړی او د ان هوی د چيني دوديز طب پوهنځی د کوريا جمهوريت له پوهنتون سره دوستانه اړيکې ټينګې کړی دی .

له دی امله مېرمن چو سونګ هی ته د چين د حکومت له خوا د دوستۍ جايزه ورکړل شوی ده . دغه جايزه د بهرنيو هېوادونو د هغو پوهانو لپاره جوړېږي چې د چين د عصری أبادۍ او اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې يې ستر خدمتونه کړي دي .