<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-28 18:08:04    
د ميچلين ټاير او فرانسوی پيرين

cri

د ميچلين شرکت په نړۍ کې د ټاير جوړولو په برخه کې تر ټولو مشهور شرکت دی.د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبو د رارسيدو له امله د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلی خلک د بېجينګ په عامو بسونو کې سپرېږي چې د ميچلين په ټايرونو سمبال شوي دي.دغه ټايرونه ټول په شن يانګ ښار کې د ميچلين ټاير محدود شرکت له خوا جوړ شوي دي.نو د ميچلين شرکت ولی په دغه ښار کې خپل فرعی شرکت جوړ کړی او د دغه شرکت عمومی مدير په شن يانګ ښار کې د ژوند په باب څه نظريه لري ؟د چين د سوداګرۍ او اقتصاد پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغه شرکت د عمومی مدير په باب لږ څه معلومات وړاندی کړو.

٦١ کلن فرانسوی پيرين د ميچلين ټاير په ډله ايز شرکت کې د پنځه دېرشو کلونو لپاره کار کړی او په فرانسه او هاسپانيا کې يې هم د ميچلين فابريکې د عمومی مدير دنده تر سره کړې ده. ښاغلی پيرين په ١٩٩٥ کال کې په شن يانګ ښار کې د ميچلين ټاير محدود شرکت د جوړولو په وخت کې د عمومی مدير په توګه د ټاکل کيدو لپاره چين ته راغلی و. اوس د ده د چينی ژبې سويه ډېره لوړه ده. هغه له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل په شن يانګ ښار کې يې د دريو کلونو او دوو مياشتو لپاره ژوند کړی دی. هغه وويل که څه هم د شرکت جوړولو په وخت کې هوا ډېره سړه وه، خو مونږ بايد په فابريکه کې زيات کارونه کړي وی ، نو ځکه مو زړونه زړه مو لاهم ګرم وو.

نو ولی ښاغلی پيرين د کارکولو لپاره چين غوره کړ؟هغه وويل له ننګونو سره مقايلې يې دلته راغلی دی. د يو د اروپايی وګړي په توګه په خپله د چين کلتور احساسول او د چين په اقتصادی أبادۍ کې ګډون د ده لپاره يوه ارزښتناکه تجربه ده.دا د خوښی وړ خبره ده چې په راتلونکيو څو کلونو کې به په شن يانګ ښار کې د ميچلين فابريکه په نړۍ کې د ميچلين ډله ايز شرکت د يوې تر ټولو لويې توليدی اډې په توګه وټاکل شی.هغه وويل اوس د بېجينګ په عامو بسونو کې لګول شوي ټايرونه زمونږ د شرکت له خوا برابر شوي. د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو په موده کې به ټول عام بسونه د ميچلين په ټايرونو سمبال شي.

سربېره پردی تر اوسه پوری د چين په تيان جين، شامن، ځنګ جو او هانګ جو ښارونو کې په عامو موټرونو کې زمونږ ټايرونه لګول شوي دي.د ښاغلی پيرين د ماموريت په موده کې په شن يانګ ښار کې د ميچلين ټاير محدود شرکت د مالياتو وړاندی کولو په برخه کې له لسو ښو بهرنيو تصديو څخه و او اړونده جايزه يې هم تر لاسه کړه. په ٢٠٠٦ کال کې ښاغلی پيرين د شن يانګ ښار له خوا د يوې بېلګی په توګه غوره شو چې د شحصيتونو د بېلګو ترمنځ له نمونو څخه يوازنی بهرنی و.

ښاغلی پيرين وايي د دغو ښو پايلو تر لاسه کول د ټولو کارکوونکيو له کوششونو سره اړيکی لري.د ده په أند په صنايعو کې تر ټولو مهم تجهيزات نه بلکی غوره کسان دی.د سن يانګ ښاريان د کارکولو په بهير کې ډېر زيار باسي. هغه وويل اوس بايد زمونږ توليدی اندازه پراخه شی، که څه هم ځينو بهرنيو کارپوهانو ته اړتيا لرو، خو د پروژې په پلی کولو کې چينی کارکوونکي مهم رول لوبوي او موږ غواړو چې شرکت مو په پر له پسی توګه پرمختګ وکړي.

په عمومی توګه ښاغلی پيرين د اوونۍ پای د شرکت له کارکوونکيو سره تېروي او يا په چين کې د ميچلين فرعی شرکت د عمومی مدير په توګه د شن يانګ

د ماشومانو له خيريه موسسې څخه ليدنه کوي او ماشومانو ته يې تحفې ور کوي.هغه وويل د ميچلين شرکت د جوړولو موخه نه يوازی د سوداګري ده بلکی له خلکو سره مرسته کول هم دی.مونږ د شمال ختيځ چين په پوهنتون کې له زده کوونکيو سره د مرستې لپاره مرستندويه صندوق جوړ کړی او تل نوموړی خيريه موسسې ته مرستندويه پيسې ور کوو.

د کار کولو له وخت پرته له بېلا بېلو ځايونو څخه ليدنه د ښاغلی پيرين خوښی دی چې په ترڅ کې يې په بېلا بېلو ښارونو کې چينی کلتور احساسوي.