د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونې فعاليت د اپريل په اته ويشتمه نېټه په بريالۍ توګه د ديموکراتيکې کوريا په پلا زمېنه پيونګ يانګ کې تر سره شو.
پيونګ يانګ په بهر کې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونې اتلسم تم ځای دی. دا لومړی ځل هم دی چې د اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال دغه ښار ته رسېږي. په دغه ښار کې د سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت پنځه ساعته دوام درلود، د لېږدولو بهير اوږدوالی يې شل کيلومتره و او د دغه هېواد د مشهورو لوبغاړيو او د چين سفير ليو شياو مينګ په شمول اتيا تنه مشال لېږدونکيو په کې ګډون وکړ.
د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال به له دې وروسته د ويتنام هو جه مينګ ښار ته ورسېږي.