<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-29 09:54:04    
د چين د بډمنټون غوره لوبغاړې ګاو لينګ

cri

ګاو لينګ د چين په لوبډلې کې د بډمنتون د دوه کسيزې لوبې ډيره غوره لوبغاړې ګڼل کېږي چې د ١٩٧٩ کال د مارچ په څوارلسمه نېټه د چين د هو بې ولايت په وو هان ښار کې زيږېدلې ده. د ګاو لينګ د قد لوړوالی يو سل او اته شپيته سنټيمتره دی او د بدن وزن يی اته پنځوس کيلوګرامه دی.

ګاو لينګ په اته کلنۍ په فارغ وخت کې په سپورتي ښوونځی کې د بډمنتون زده کړه وکړه. په ١٩٩٢ کال کې يې د هو بی په ولايتي لوبډله او بيا په ١٩٩٧ کال کې يی د چين په دولتي لوبډله کې شامله شوه. ګاو لينګ د چين په تاريخ کې د نورو په پرتله له ډيرو غوره دوه کسيزو لوبغاړيو څخه ده. هغې په ٢٠٠٠ کال کې د سيدني په اولمپيک لوبو کې له جانګ جون سره د بډمنتون په ښځينه او نارينه ګډو دوه کسيزو سياليو کې د سرو زرو يو مډال تر لاسه کړ چې په دغه سيالۍ کې د چين په تاريخ کې د سرو زرو لومړی مډال و. له دې وروسته ګاو لينګ او جانګ جون په ٢٠٠٤ کال کې د اتن په اولمپيک لوبو کې هم د دغو سياليو د سرو زرو مډال تر لاسه کړ. بر سيره پردې، ګاو لينګ څو څو ځله په نړيوالو سياليو کې د ښځينه دوه کسيزه لوبو د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل.

ګاو لينګ په سياليو کې د بريد او دفاع په ساحو کې برابر توان لري. هغې له جانګ جون سره د سيدني په اولمپيک لوبو کې په خپلې ټينګې ارادې سره نورو غوره لوبغاړو ته ماتی ورکړه او د سرو زرو مډال يې تر لاسه کړ چې د بېلا بېلو خواوو

پاملرنه يی راجلب کړه. دغه راز هغې له شين يی يوان سره د دوه کسيزو ښځينه سياليو برونزی مډال هم تر لاسه کړ.

د سيدني له اولمپيک لوبو وروسته ګاو لينګ په ٢٠٠١ کال کې له جانګ جون سره د بډمنتون نړيوالې اتلولی د دوه کسيزو ښځينه او نارينه ګډو سياليو د سرو زرو مډال تر لاسه کړ چې له دې امله په همدې کال کې د بډمنتون د نړيوالې ټولنې له خوا د ډيرو غوره لوبغاړو په توګه وټاکل شوې.

ګاو لينګ يوه نيکه ښځه ده او په فارغ وخت کې له موسيقۍ سره مينه لري په تېره بيا په سندرو ويلو کې لوی لاس لري. ګاو لينګ له خپلو ملګرو سره يو ځای په بېلا بېلو نړيوالو سياليو کې ډيرې ښې پايلې تر لاسه کړې دي. د بلګې په توګه په ٢٠٠٠ کال کې د تايلند په پرانيستنو سيالو کې او د سيدني په اولمپيک لوبو کې له جانګ چون سره يو ځای د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل. په ٢٠٠١ کال کې يې د بريتانيا په پرانيستو سياليو کې د ګډو ښځينه او نارينه دوه کسيزو سياليو او د ښځينه دوه کسيزو سياليو د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل. دغه راز هغې له خپلو ملګرو سره يو ځای څو څو ځله د سوديرمان کاپ په سياليو کې برياليتوب تر لاسه کړی دی.

په ٢٠٠٤ کال کې يې د اتن په اولمپيک لوبو کې د سرو زرو مډال او له خپلو ملګرو سره يې هم د اوبير کاپ په سياليو کې برياليتوب تر لاسه کړ.

اوس د ګاو لينګ پخواني همکار جانګ جون د لوبو په ډګر کې خپل ژوندی پای ته رسولی او د چين د لوبډلې د روزونکې په توګه کار کوي. خو ګاو لينګ لا هم د خپلو موخو تر سره کولو لپاره کوښښ کوي چې په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې هم برياليتوب تر لاسه کړي.