د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اپريل په اته ويشتمه نېټه ماښام د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال وړونکی ځانګړی الوتکه د ديموکراتيکې کوريا له پينګ يانګ څخه د ويتنام هو چي مين ښار ته ورسيده. د سپيڅلی مشال ليږدونې فعاليت به د اپريل د نهه ويشتمې نېټې له غرمی وروسته په دغه ښار کې تر سره شي چې دا د چين په بهر کې د سپيڅلی مشال د ليږدونی نولسم تم ځای دی.
په ويتنام کې د چين لوی سفير هو چيان ون او په هو چي مين ښار کې د چين عمومی کونسل شو مينګ ليانګ په ګډون د ويتنام او چين سلګونو چارواکيو په هوايی ډګر کې د سپيڅلی مشال تود هر کلی وکړ.