<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-29 18:53:19    
د چين خوراکونه او کرنيز توليدات د بېجينګ اولمپيک لوبو اړتياوې پوره کولای شي

cri

د چين د کرنې وزارت چارواکي د اپريل په څوارلسمه نېټه د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې په يوه نړيواله غونډه کې وويل چين د بېجينګ اولمپيک لوبو د خوراکونو د امنيت ضمانت کارونو ته په درنه سترګه ګوري او د توليدی معيارونو د ټاکنې او د کيفيت څارنې د پياوړتيا په تدبيرونو يې د خوارکي توکيو د امنيت کنترول سيستم جوړ کړی دی. اوس د چين خوراکونه او کرنيز توليدات په بشپړه توګه د بېجينګ اولمپيک لوبو اړتياوې پوره کولای شي.

د خوراکونو قانون په اړه د کيمياوي درملونو د پاتی کېدو د څارنې نړيوالې کمېټې څلويښتمه کلنۍ غونډه د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه په هانګ جو ښار کې تر سره شوه. د څه دپاسه شپېتو هېوادونو او لسو نړيوالو سازمانونو نژدی دری سوه تنو استازيو په دغه غونډه کې ګډون درلود.

د چين د کرنې وزارت مرستيال وې جاو ان د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چين د اولمپيک لوبو لپاره د خوراکونو امنيت د ضمانت توان لري. دی وايی سږ کال به اولمپيک لوبې او د معيوبينو اولمپيک لوبې په بېجينګ کې تر سره شي. چين د خوراکونو د ضمانت لپاره د کرنيزو توليداتو د امنيت څارنه پياوړې کړې ده. موږ ډاډه يو چې د شمېرې، ډولونو او کيفيت له پلوه د چين کرنيز توليدات او

خوراکونه د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړو، روزونکيو او نندارچيانو اړتياوې پوره کولای شي.

ښاغلي وې جاو ان وويل د چين حکومت د کرنيزو توليداتو د امنيت ضمانت کارونو ته په ډېره درنه سترګه ګوري چې د توليد په بهير کې يې جدی اداره پلی کړې او د توليد معيارونه يې ټاکلی، د توليدی سرچينو ځايونو او د بازار څارنه يې هم پياوړی کړی او په بنسټيزه توګه يې له کرنيزې ځمکی څخه د ډوډۍ تر مېز پوری د خوراکونو امنيت د کنترول سيستم جوړ کړی دی. پر دې سربيره، چين د کيمياوی درملونو خطر د څېړنې ميکانيزم جوړ کړی او بشپړ يې کړی او د کرنيزو توليداتو د امنيت خطر ارزونه يې پياوړی کړی ده. نو ځکه اوس د چين کرنيز توليدات په عمومی توګه ډاډمن او تامين دي.

د معلوماتو له مخې، د چين حکومت د کرنيزو توليداتو د کيفيت معيار د ټاکنې په ترڅ کې د م م د خوراکونو قانون غوره کړی او په جدی توګه يې د نورو پرمختللو او پرمختيايی هېوادونو د برياليو تجربو زده کړه کړی ده. تر اوسه پوری چين د کرنيزو توليداتو او خوراکونو امنيت په اړه ١٨٠٠ دولتي معيارونه او ٢٩٠٠ کسبي معيارونه خپاره کړي دي.

په چين کې د م م د غلودانو او کرنې سازمان استازې مېرمن ويکتوريا سيکتوريکو د يادې شوې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل د م م د غلودانو او کرنې سازمان او د روغتيا نړيوال سازمان د کرنيزو توليداتو د کيفيت امنيت د ضمانت لپاره د چين د تدبيرونو ستاينه کوي. دې وويل

د پاملرنې وړ خبره دا ده چې د چين د کرنې او روغتيا وزارتونو د يوې تازه ګډې غونډې ګډون کوونکيو په دې اړه بحث وکړ چې د کيمياوي درملونو د پاتی کېدو معيار په اړه د تکنولوژۍ يوه کمېټه جوړه شي. دا به هرو مرو په دغه برخه کې له نړيوال معيار سره د چين معيار تړلو لپاره ګټوره وي او د خوراکونو د کيفيت امنيت د نړيوال معيار د جوړونې په اړه د چين ژمنه هم څرګندوي.

اغلې سيکتوليکو وويل د م م د غلودانو او کرنې سازمان او د روغتيا نړيوال سازمان هيله لري چې د کرنيزو توليداتو د کيفيت امنيت په ساحه کې د چين له کرنيزو او روغتيا يې ارګانونو سره خپل منځۍ همکارۍ ته دوام ور کړي.