<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-29 19:02:30    
د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې د چين د کليوالو کارګرانو د بانکی کارډونو د ځانګړيو خدمتونو سوداګريزه اندازه په چټکۍ سره زياته شوې ده

cri

د اپريل په ١٤ نېټه د چين د بانکی چارو ټولنې د يوې نوې شمېرنې له مخې د ٢٠٠٨ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د چين د کليوالو کارګرانو د بانکی کارډونو ځانګړيو خدمتونو سوداګريز ارزښت دوه مليارډ او ٣٠٨ مليون يوانو ته رسيدلی چې د تېر کال د همدی مودې په پرتله ٩ اعشاريه ١ برابره زيات شوې دی.

د يوې بلې شمېرنې له مخې د روان کال په فبرورۍ کې دغه سوداګريز ارزښت يو مليارډ او ٢٤٩ مليون يوانو او د معاملو ځلو اندازه يې يو مليون او ٣٥٤ زرو ته رسيدلې چې په جلا جلا توګه د تېر کال د همدی مودې په پرتله ٨ اعشاريه ٤ او ٥ اعشاريه ٨ برابره زيات شوې ده.

د معلوماتو له مخې دغه ځانګړی خدمتونه په عمده توګه کله چې کليوال کارګران خپلو ټاټوبيو ته ستنېږي له ځان سره د زياتو پيسو وړلو د امنيتی مسئلې د حل لپاره تر سره کيږي او د چين د ولسی بانک په مشری د چين د بانکی چارو ټولنې، د سوداګريزو بانکونو او په کليوالو سيمو کې د کريديت موسسو له خوا برابريږي.د دغو خدمتونو له لاری کليوال کارګران کولی شی چې د مزدوری په ځايونو کې بانکی کارډونه جوړ کړي او نغدی پيسې زيرمه کړي او خپل ټاټوبی ته له ستنېدو وروسته په کليوالو سيمو کې له پولی موسسو څخه دغه پيسې واخلي.

اوس مهال د دغو خدمتونو لګښت د پيسو اخيستلو لپاره د لګښت په سلو کې

صفر اعشاريه اتو ته رسيدلی دی .دغه خدمتونه د مرکزی بانک، د چين د بانکی چارو د

ټولنې اوسوداګريزو بانکونو له خوا د کرنې،بزګرانو او کليوالو سيمو په اړه د مسئلې د حل لپاره د يوې امتيازی تګلارې په توګه ټاکل شوي دي.د يوې شمېرنې له مخې تر اوسه پوری د ګوي جو، شان دونګ، فوجيان، چونګ چينګ، جيانګ سو او هو نان په شمول د ١٥ ولايتونو په نژدی څلورو کليوالو پولی موسسو کې دغه خدمتونه پيل شوی دي.

د چين د بانکی چارو ټولنې يو اړوند شخصيت وويل د چين د مرکزی بانک له اړوند پلان سره سم به د چين د بانکی چارو ټولنه او بېلا بېل سوداګريز بانکونه په لازياتو ولايتونو کې د دغو خدمتونو تر سره کولو لپاره لازيات ملاتړ وکړي چې له مخې يې تر اوسه لازيات شمېر کليوالو وګړيو د دغې ټولنې له شبکې څخه اسانتياوې تر لاسه کړې دي.

د چين ولسی بانک يو چارواکی وويل د دغو خدمتونو پيلول د چين د ولسی بانک له خوا د نويو سوسياليستو کليوالو سيمو د أبادۍ لپاره يوه مهمه تګلاره ده چې له مخې يې زياتو کليوالو کارګرانو د بانکی کارډونو له امنيتی خدمت څخه ګټه اخيستې او دغه ګام هر کلی يی کړی دی.د دغو خدمتونو تر سره کول په کليوالو سيمو کې د بنسټيزو پولي تاسيساتو د ښه والی او د پولی سويې د لوړوالي لپاره ډېرې ښې لارې چارې دي.

د چين ولسی بانک تل په کليوالو سيمو کې د پولی سيسم أبادۍ ته په درنه سترګه ګوري او دغه کار يې يو مهم ټکی په توګه ټاکلی دی.