د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې جيانګ يو د اپريل په نهه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل د روانې مياشتې دېرشمه نېټه به د بېجينګ اولمپيک لوبو تر پرانيستلو پوری د سلو ورځو پاتی کېدو له ورځې سره برابره وي. اوس د بېجينګ اولمپيک لوبو او د معيوبينو اولمپيک لوبو بېلا بېلې تياريانې په عادي توګه روانې دي.
اغلې جيانګ يو دې ته اشاره وکړه چې د امنيت ساتنې کارونه د اولمپيک لوبو په تياريانو کې يو مهم ټکی دی. چين د خطرونو د مخنيوی او پرې د مقابلې لپاره يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي او بېلا بېلې بېړنۍ لايحې يې ټاکلي دي. چين غواړي په عادی توګه د اولمپيک لوبو د تر سره کولو لپاره له نړيوالې ټولنې سره خپل منځۍ همکارۍ پياوړی کړي.