د چين نړيوالې رإډيو د خبر له مخې، د ويتنام په هو جه مينګ ښار کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدولو فعاليت پيل شو. دا په بهر کې د مشال ليږدولو لپاره وروستی ځای دی.
د مشال لومړی ليږدونکې د هو جه مينګ ښار د ولسي کمېټې مرستياله ژوان شه چيو شيا ده. په دغه ښار کې څو سوه تنه چينی کارکوونکيو، زده کوونکيو او اوسيدونکو چينايانو د مشال ليږدولو د پيل مراسمو ځای په شاوخوا کې د بيرغو په ښورولو سره او د هڅونې په ناری وهلو سره د بېجينګ اولمپيک لوبو ملاتړ وکړ.