<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-30 14:35:08    
د چينګهوا پوهنتون محصيلين او ښوونکي وايي: دوی بايد د وطن دوستۍ خپل احساسات په مناسبه توګه څرګند کړي.

cri

څو ورځې مخکې، د چينګهوا پوهنتون د محصيلينو او ښوونکيو په شمول زيات شمېر چينايانو له هېواد څخه د بېلتون په موخه د دا لای لا ما ډلې په لمسون د تبت په لاسا ښار کې د وهلو، ماتولو، لوټمارۍ او سوځولو په شمول د زورزياتي له يو لړ پېښو او د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت ته د زيان رسولو په اړه ويجاړونکي فعاليتونو څخه زيات نفرت او کرکه څرګنده کړه. د چينګهوا پوهنتون د اپريل د شلمې نېټې له غرمې وروسته يوه اړونده غونډه تر سره کړه چې محصيلينو او ښوونکيو په کې په مناسبه توګه د وطن دوستۍ احساساتو څرګندولو په اړه يې خپل ګډ دريځ بيان کړ.

د ايلکترونيکي پروژې څانګې مشر پروفيسر وانګ شي چين وويل په ګرده نړۍ کې د وطن دوستۍ په اړه د ټولو چينايانو احساسات ډېر قيمتي او ارزښتناک دي. خو موږ بايد وګورو چې د دا لای لا ما ډلې دغه کړه وړه د چين ضد لوېديځو هېوادونو ځينو ځواکونو په ملاتړ تر سره کړی، دوی نه غواړی چين پياوړی شي او ثابت پرمختګ وکړي. زه باور لرم چې زموږ کمونست ګوند او حکومت د اوسنۍ مسئلې حل و فصل پياوړی توان لري. هيله من يم چې زيات محصيلين او ښوونکي په مناسبه او قانوني توګه د چين ضد لوېديځو هېوادنو ځواکونو د ناوړه هڅو

مبارزه وکړي او د خپلې پوهې په کارولو سره د چين د پياوړتيا او سمسورتيا لپاره کوښښ وکړي.

د عامې ادارې پوهنځي مرستيال پروفيسر وانګ يو چيانګ وويل له هېواد څخه د بېلېدنې په اړه د دا لای لا ما ډلې توطيې او هڅه او د لوېديځو خبري رسنيو تحريفوونکيو راپورونو د چينايانو ملی احساسات زيانمن کړي دي. له دې څخه څرګندېږي چې د چيني ملت د ژوند سمسورتيا لار هواره نه ده او له دښمنانه ځواکونو او ستونزو سره مخامخ ده. هر چيني وګړی غواړي په داسي حال کې د وطن دوستۍ خپل احساسات څرګند کړي چې زموږ د هېواد ګټې او ملی درنښت ته ګواښ شوی وي. دغه تاوده احساسات د وطن دوستۍ يوه ځانګړې نښه ده او زموږ د هېواد او ملت ډېره قيمتي شمتمني هم ده. خو موږ بايد په نظر کې ونيسو چې وطن دوستي څرنګه په مناسبه توګه څرګند کړو. موږ بايد وطن دوستي يوازی په مناسبه توګه دطن دوستي څرګنده کړو، نو ټولنيز ثبات تامينولای شو او هم زموږ هېواد چټک پرمختګ ساتلی شي.