<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-30 14:49:01    
د چين په جه جيانګ ولايت کې د کرنيز ساينس او تخنيک د بېلګې سيمه (دوهمه برخه )

cri

ګرانواوريدونکو! السلام عليکم ! د پروګرام په تيره کړۍ کې مو د چين په جه جيانګ ولايت کې د کرنيز ساينس او تخنيک د بېلګې سيمې په اړه څه معلومات وړاندی کړل نو د پروګرام په دغه کړۍ کې به بيا هم دغې کيسې ته دوام ورکړو.

د دغې سيمې مشر جو شياو شيانګ وويل چې اوس په دغه مرکز کې هر کال څه دپاسه ديرش داسې نيالګی روزل کېږی چې ډولونه يې ډېر کم موندل کېږی .

ځکه چې په جه جيانګ ولايت کې ځمکې کمې او نفوس زيات دی نو ځايی حکومت د دې هڅونه کوي چې د ساينس او تخنيکونو په رڼا کې کرنيزې چارې پرمختګ وکړي. د کرنيز ساينس او تخنيک د بېلګې سيمې جوړښت د دغو چارو يو تدبير ګڼل کيږی. ځايی حکومت هيله لری چې په دغه سيمه کې د ساينس ځواکونه سره يو ځای کړي او

د کرنيز عصری تخنيک څيړنه او استفاده پياوړی کړي.

د شمېرنې له مخې، د دغې سيمې له جوړيدو راهيسی په بريالی توګه څه دپاسه سل ډولونه نباتات يا ګلان چې کم موندل کيږی، راجلب، ډيزاين او خپاره کړي دي. په نژدې ورځو کې دغې سيمې د کچالو له نړيوال مرکز سره موافقه وکړه چې د امريکا د KFC شرکت د کچالو خوارکونو لپاره د کچالو اړوند تخمونه راجلب کړي او وروزي .

اوس د ځايی بزګرانو په أند په دغه سيمه کې کرنيز شکلونه عصری کرنيزې چارې ګڼل کيږی. په دغه سيمه کې د تخمونو د روزنې چارواکی ښاغلی ما چيانګ وويل ډير بزګران له هغو تخمونو سره ډيره مينه لری چې زموږ د سيمې له خوا خپاره شوی دی.

هغه وويل :

دوی کله کله تليفون راکوي يا موږ د دوی ځايونو ته ځو. دوی تل پوښتنه کوي چې تاسو نوی ډولونه تخمونه لری که نه؟

د يوې اړوندې شميرنې له مخې، د جه جيانګ ولايت د کرنيز ساينس او تخنيک د بېلګې سيمې توليدات او تخنيکونه د دغه ولايت په اکثرو سيمو کې خپاره شوي دي او بزګرانو تری نژدی اووه سوه مليون يوانه ګټې ترلاسه کړې دي.

له دی سره سره دغه سيمه نورهم ستر پلان لری . د دغې سيمې مشر جو شياو شيانګ وويل:

اوس بزګران څه ته اړتيا لری؟ په لنډه خبره دوی خدمت ته اړتيا لري. موږ دوی ته نوی نباتات، اړوند خدمتونه ، د ادارې روزنه او اړين تجهيزات او پيسې برابروو. دغه بهير د دوی لپاره هم يو ډول خدمت ګڼل کيږی.

په راتلونکو دريو يا پنځو کلونو کې به دغه سيمه د کرنيز ساينس په يو لوی ښار بدله شی چې د کرنې او ژويو د تخنيکونو يو نړيوال مرکز، د کرنيزو توليداتو

د اخيستلو او پلورلو يو نړيوال مرکز او هم د ساينس او تخينک د نوښت او پرمختګ يو خدمتی مرکز به په کې شامل وي.

مشر جو شياو شيانګ په دې اړه وويل چې په هغه وخت کې به ساينس د جه جيانګ په کرنيز پرمختګ کې لازيات رول ولوبوی.

ګرانو اوريدونکو! د چين په جه جيانګ ولايت کې د کرنيز ساينس او تخنيک په اړه پروګرام په همدی ځای ته پای ته ورسيد . خوشحاله او نېکمرغه اوسئ !