د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په بېجينګ کې د تبت د پخوا او اوس په اړه په يو نندارتون کې د اپريل په دېرشمه نېټه څرګنده شوه چې تر اوسه پوری په تبت کې د سړکونو عمومی اوږدوالی نژدی پنځوس زده کيلو مترو ته رسيدلی دی.
د معلوماتو له مخې، له ١٩٥٩ کال مخکې پوری په تبت کې د سړکونو عمومي اوږدوالی اووه زره کيلو متره و. د پنځوسو کلونو له پرمختګ وروسته اوس پاخه شوی سړکونه د تبت په سلو کې اووه نوی ولسواليو ته غځېدلي دي. سږ کال به تبت د سړک جوړونې چارو د پراختيا لپاره شپږ مليارډ يوانه ولګوي.