<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-04-30 20:29:19    
د بېجينګ اولمپيک لوبو ته د سلو ورځو د پاتی کېدو په وياړ د هڅونې غونډه تر سره شوه

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل دېرشمه نېټه د بېجينګ اولمپيک لوبو ته د سلو ورځو د پاتی کېدو له نېټې سره برابره وه. د همدې ورځې په سهار د هڅونې يوه غونډه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.

د بېجينګ اولمپيک لوبو د تشکيلاتی کمېټې مشر ليو چي په دغه غونډه کې په راتلونکو سلو ورځو کې د تشکيلاتی کمېټې او د بېلا بېلو اړوندو ارګانونو د دندو او وظيفو د ترتيب پر چارو رڼا واچوله. ده دې ته اشاره وکړه چې د اولپميک د ځانګړو او لوړې سويې لرونکو لوبو تر سره کولو لپاره بايد د بېجينګ اولمپيک لوبو او د معيوبينو اولمپيک لوبو د خدمتی کارونو چارې پرمخ يووړل شي، بايد ښاريانو ته د تمدن روزنه ور کړی شي او بايد د اولمپيک له نړيوالې کمېټې او د معيوبينو د اولمپيک لوبو له نړيوالې کمېټې سره همکاري پياوړې شي.