د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل دېرشمه نېټه د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو پرانيستلو ته د سل ورځو پاتي کېدو له نېټې سره برابره وه. د بېجينګ په شمول د چين په زياتو ښارونو کې د دغې نېټې د لمانځنې رنګا رنګ فعاليتونه تر سره شول.
د بېجينګ اولمپيک لوبو پرانيستلو ته د سل ورځو پاتي کېدو نېټې د لمانځنې لپاره د ماراتون يا د اوږدې ځغاستې فعاليت په همدې ورځ سهار د بېجينګ اولمپيک په مرکز کې پيل شو چې نژدی زر تنه وګړيو او د دغه سپورت بهرنيو مينه والو په کې ګډون وکړ.
دغه راز د چين د تبت په خپلواکه سيمه کې د بېلا بېلو قومونو وګړي هم د اولمپيک لوبو ته زياته پاملرنه کوي. د بېلا بېلو قومونو څه دپاسه درې زره تنه وګړيو د روانې مياشتې په دېرشمه نېټه د تبت پوهنتون په سپورتي ډګر کې راغونډ شول چې د اولمپيک لوبو ته د سل ورځو پاتي کېدو د لمانځنې درانه مراسم يې تر سره کړل.