<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-01 17:03:20    
يو يوان بڼ ( ١ )

cri

يو يوان بڼ Yuyuan Garden يو مشهور پخوانی بڼ دی . مصنوعي غرونو ، ځړوبيو ( ابشارونو ) د کبانو ډنډونو ، د نندارو ځايونو ، په ښکلې بڼه جوړو يوشو لارو او د خونو جوړښت دغه بڼ ته ډېره په زړه پورې بڼه ورکړې ده . په هر ځای کې له دېوال ، ونې ، خونې او ډبرې سره معلوماتي ليکنې لګول شوې دي . دا ليکنې په چيني او انګليسي ژبو دي او ځينې ځايونه يوازې په چيني ژبه ليکل شوي دي .

دلته په بڼ کې ډېر زيات سيلانيان دي ، دومره ډېره ګڼه ګوڼه يې جوړه کړې چې د تصويرونو اخېستل او په لاره تګ يې له ستونزو سره مخ کړي . سپوږمۍ وايي : په ١٩٧٠ لسيزې کې چې حکومت ګام په ګام چين ته له سفر کولو بنديزونه لرې کړل ، نو بيا په ١٩٧٩ کال چيني حکومت يو ٥ کلن پلان طرحه کړ چې ګرځندويي چارو ته په چين کې پرمختيا او انکشاف ورکړي. دغه پلان په سراسر چين کې داسې طرحه وړاندې کړه چې د نويو هوټلونو او رستورانتونو جوړول او د سيلانيانو مېلمه پالنې لپاره د اشخاصو روزنه يې په خپله لمن کې رانغاړل . له همدې امله په ١٩٩٥ کال کې ٤٦٩ ميليون ګرځندويان چين ته راغلل چې ٤٦ بېليون ډالره يې د چين دولت ته ګټه ورسوله . اوس دغه شمېرې کال په کال ډېرېږي ، ځکه کال په کال د سيلانيانو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرېږي .

يو يوان بڼ په ٢٠٠٠٠ مربع متره ځمکه کې اباد شوی چې شاوخوا پېنځه اېکړه ځمکه لاندې کوي . بڼ ته د ننوتو پر مهال د سړي سترګې نېغې د کمرونو په يوې دلۍ لګېږي چې د ښکلا لپاره په ډېره ماهرانه توګه يو د بل له پاسه او يو د بل تر څنګ ځای پر ځای شوي دي .

په شانګهای کې دنګې لوړې ودانۍ ، پراخ واټونه ، سوداګريز ځايونه ، کارخانې او تکنالوژي د دغه ښار يو اړخ څرګندوي ، تاريخي ځايونه او د دغو ځايونو اباد ساتل د دغه ښار بل اړخ ښيي . په ښار کې سوداګرو او سيلانيانو د شانګهای دغه دواړه اړخونه ځلولي او دغه ښار ته يې اهميت ورکړی دی . يو يوان بڼ له هغو تاريخي ځايونو څخه دی چې د نويو ودانيو تر څنګ يې شانګهای ښار ته د نندارو ځانګړنه ورکړې ده . دغه بڼ د شانګهای په انرېن جي کې جوړ شوی ، چې د جوړېدو چارې يې په ١٥٧٧ کال کې د مېنګ کورنۍ د يوه دولتي افسر يون دوان له خوا بشپړې شوې دي . مېنګ کورنۍ د ١٣٦٨ – ١٦٤٤ کلونو ترمنځ په چين کې واکمني کړې ده . يو په چيني ژبه د خوښۍ او خوشالۍ معنی ورکوي او دغه بڼ يون دوان د خپل مور و پلار لپاره جوړ کړی و چې هلته خپل وخت په خوښۍ تېر کړي .