<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-01 17:56:32    
ميرمن ګوو لان شيانګ

cri

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم . د پروګرام په نننی کړۍکې به تاسو ته د ميرمن ګوو لان شيانګ د ژوند په اړه يو په زړه پوری مضمون وړاندی کړم .

ګرانو دوستانو! د چين په شمال لويديځ د شين جيانګ د اويغوری قوم خپلواکه سيمه نه يوازی د سيلانۍ بلکې د ډيرو قيمتی ډبرو سرچينې لری.

په شين جيانګ کې د قيمتی ډبرو ډير سوداګران شته. له دوی څخه يوه ميرمن ډيره مشهوره ده چې نوم يی ګوو لان شيانګ دی. دغه ٦٠ کلنه ښځه په ځواکمن غږ خبرې کوي او ډيره خنديږی . ميرمن ګوو لان شيانګ په وروموچی ښار کې د جين لان د سوداګرۍ شرکت خاونده ده چې د هه تيان يو په نامه قيمتی دبرو سوداګری کوي. د دی شرکت د هه تيان يو قيمتی ډبرو په ساحه کې په لومړۍ ليکه کې ځای نيسی او د دغه شرکت له خوا توليد شوی قيمتی ډبرې او سينګارونه د چين نورو ځايونو او حتی منځنی ختيځ ته پلورل شوي چې د توليداتو ډولونه يی څو زره ته رسيږی.

ميرمن ګوو لان شيانګ په ١٩٤٧ کال کې د چين د ګان سو ولايت په لان جو ښار کې زيږيدلې ده . دی په طب زده کړې کړې دي او کله چې ١٧ کلنه شوه له خپل يوڼت سره د شين جيانګ د هه تيان سيمې لوپو ولسوالی ته ورسيده. په هغه ځای کې ميرمن ګوو لان شيانګ نه يوازی په وړيا توګه د ځايی خلکو درملنه کوله بلکې له بزګرانو سره يی په ګډه د ځمکوکر کاوه. دا د اويغوری قوم له وګړو سره ګډ ژوند کوی او له دوی سره يی نژدی اړيکې ټينګې کړې دي.

ميرمن ګوو لان شيانګ په دې اړه وايی :

په هغه وخت کې زه يوازی ٢٨ کلنه وم . ما له ځايی بزګرانو سره دغنمو کرلو چارې ترسره کولې او شولې مې کرلې. ما د خپل کار په ترڅ کې له دوی سره نژدی اړيکې ټينګې کړې . کله چې دوی له ستونزو سره مخامخ کېدل نو ما ته يی په اړه وويل : زه ډيره شتمنه نه يم خو د پرسنلونو ډيرې سرچينې لرم . په هر ځای کې له وطن والو سره ښې اړيکې ساتم.

د تيرې پيړۍ شپږمې لسيزې په پای کې مېرمن ګو لان شيانګ د قيمتي ډبرو استخراج په اړه اويغوري کارکوونکيو ته د طبي خدمتونو برابرولو لپاره کون لون غره ته ولاړه چې له سمندري سحطې څخه څه دپاسه شپږ زره متره لوړ دی. په ١٩٨٧ کال کې څلويښت کلنه مېرمن ګو لان شيانګ په يو ډول سختې ناروغۍ اخته شوه. ډاکتر ورته وويل ، دا يوازی نيم کال ژوند کولای شي. خو په داسي حال کې دې د اړوندو طبي معلوماتو په زده کړې او راغونډولو سره زيات بدني تمرينونه تر سره کړل او د راتلونکي ژوند په اړه يې د خوشبينۍ او هيلې رويه غوره کړه. د خوښۍ وړ خبره دا ده چې دې ناروغۍ ته ماتي ورکړه او جوړه شوه. دا له دې وروسته د شينجيانګ اويغوري قوم خپلواکې سيمې مرکز اوروموچي ته ولاړه او هلته يې کار پيدا کړ. دا وايی:

ما په ١٩٩٤ کال کې له خپلې دندې څخه استعفا وکړه. يوه ورځ د قيمتي ډبرو يو پلورنځي ته ننوتلم او له خاوند سره مې يی په اړه خبرې اترې وکړې. ما يو پلان جوړ کړ چې د قيمتي ډبرو سوداګري پيل کړم.

مېرمن ګو لان شيانګ په هه تيان سيمه کې د لس ګونو کلونو د اوسېدو له امله د قيمتي ډبرو او د دغه ځای له اړوندو شخصيتونو سره زياته پېژندګلوي درلوده . زياتو وګړيو چې پخوا يې د دې مرسته تر لاسه کړې، وغوښتل چې له دې سره سوداګري وکړي. مېرمن ګو لان شيانګ څو

کلونه مخکې د يو کس لپاره طبي عمليات تر سره کړي او اوس د دغه کس زوي ګو لان شيانګ ته د اووه نوي کيلوګرامو په وزن يوه لويه قيمتي ډبره ورکړې ده. مېرمن ګو لان شيانګ په دې اړه په خوشحالۍ سره وويل

زه د دغې قيمتي ډبرې له کتلو وروسته ډېر خوشحاله شوم، ځکه چې دغه ډبره ډېره لويه ده.

دغه راز مېرمن ګو لان شيانګ يو شرکت پرانيست او د قيمتي ډبرو د پلورنې او اخيستنې په اړه يې په سوداګرۍ پيل وکړ.

دا په شرکت کې يوه پياوړې ښځه ده، خو په کور کې يوه ډېره مهربانۍ مور هم ده. د دې هر عمل او خبره پر خپلو زامنو اغېزه کوي. د دې د زوي ښځې مېرمن جانګ ګوی مې وويل

دا يوه داسي ښځه ده چې هر کار په جدي توګه کوي او بشپړې تيارياني تر سره کوي.

ګرانو او محترمو اورېدونکو، شينجيانګ ته د کتنې نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. هر چېرې چې وی، روغ او خوشحاله اوسئ!