<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-01 18:23:46    
د اولمپيک روحيې خپرونه د ټولو نړيوالو يوه ګډه ارزو ده.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. همدااوس مو د بېجينګ اولمپيک لوبو پرانيستلو ته د سل ورځو پاتي کېدو نېټې په رارسېدو سره د اولمپيک لوبو لپاره د خدمت کولو او د اولمپيک روحيې خپرولو په اړه د داوطلبانو لوړه واورېده. د تېرو څو ورځو په اوږدو کې زيات کورني او بهرني شخصيتونه په بېلا بېلو وسيلو د بېجينګ له اولمپيک لوبو څخه خپل ملاتړ او هيله څرګندوي او د اولمپيک روحيې خپرونه د ټولو نړيوالو يوه ګډه ارزو ګرځېدلې ده. د بېجينګ او اولمپيک پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

د اپريل په دېرشمه نېټه د بېجينګ په شمول د چين د څو ښارونو وګړيو د بېجينګ اولمپيک لوبو پرانيستلو ته د سل ورځو پاتي کېدو نېټې په رارسېدو سره د لمانځنې زيات فعاليتونه تر سره کړل. د چين د ولسي پوهنتون د اولمپيک لوبو څېړنيز مرکز مشر ښاغلي جين يوان پو زموږ د راډيو خبريال ته څرګنده کړه

موږ غواړو د بېجينګ اولمپيک لوبو پرانيستلو ته د سل ورځو پاتي کېدو نېټې په رارسېدو سره خپله دغه هيله څرګنده کړو چې موږ غواړي د اولمپيک ځانګړي او سوله

ايزې لوبې تر سره شي. موږ په صميميت سره د بېلا بېلو هېوادونو د ملګرو هرکلی کوو.

د اولمپيک لوبې يوه ستره سپورتي پېښه ده چې د ټولو انسانانو ګډه هيله او خوب څرګندوي. له څه دپاسه سل کلونو راهيسي، د اولمپيک معاصرې لوبې د بېلا بېلو هېوادونو، قومونو او مذهبونو وګړيو ته د تمدني تبادلې يو ډګر ګڼل کېږي. دغه راز د مخ په زياتېدونکيو هېوادونو حکومتونو او وګړيو د بېجينګ له اولمپيک لوبو څخه مثبت ملاتړ څرګند کړی دی. ښاغلي جين يوان پو څرګنده کړه چې ده د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه د ټولو نړيوالو هيله احساس کړې ده. دی وايي:

په حقيقت کې موږ د نړۍ په هر ځای کې کتلی شو چې نړيوال د بېجينګ اولمپيک لوبو ته سترګې په لار دي. موږ د بېجينګ له خوا د اولمپيک لوبو کوربنۍ حق له تر لاسه کولو وروسته په څه دپاسه اوو کلونو کې د بېلا بېلو هېوادونو د زياتو ملګريو هرکلی کړی چې د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه مخ په زياتېدونکي تاوده احساسات لري.

د بېجينګ اولمپيک لوبو په رارسېدو سره د سپيڅلي مشال لېږدونې فعاليت اوس له بېجينګ څخه د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې تر سره کېږي چې د لېږدولو بهير يې په تاريخ کې تر ټولو اوږد او هم په کې د ګډون کوونکيو شمېر تر ټولو زيات دی. د اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال د اپريل په دېرشمه نېټه هانکانګ ته ورسېد چې له مخې يې د لېږدولو فعاليت ژر د چين پر ځمکه پيل کېږي. که څه هم په بهر کې د سپيڅلي مشال لېږدولو بهير له

ځينو ويجاړوونکيو فعاليتونو سره مخامخ شو، خو د اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال سپيڅليتوب ته هېڅ زيان نه دی رسېدلی. د اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال په اړه د زياتو هېوادونو او وګړيو له تودو احساساتو څخه د بېجينګ له اولمپيک لوبو څخه د دوی ملاتړ څرګندېږي.

مشال لېږدونکي ښاغلي شيوزو ماتسوکا په جاپان کې د تېنس يو ډېر مشهور لوبغاړی دی. ده وويل

د سپيڅلي مشال لېږدولو سرليک د همغږۍ سفر دی. نو زه هيله لرم چې په ټوله نړۍ کې رښتيني همغږی تر سره شي.

د ديموکراتيکې کوريا د اولمپيک کمېټې مرستيال ري زونګ سيګ هم د بېجينګ اولمپيک لوبو په اړه خپله هيله هم څرګنده کړه او و يې ويل

د ديموکراتيکې کوريا وګړي د بېجينګ اولمپيک لوبو د برياليتوب هيله لري. زموږ زړه به د سپيڅلي مشال په شان بېجينګ ته ورسېږي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د بېجينګ او اولمپيک پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. هر چېرې چې وی، روغ او خوشحاله اوسئ.