د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال ليږدونې فعاليت د مۍ په دوهمه نېټه سهار د چين د هانګ کانګ په ځانګړی اداري سيمه کې تر سره شو.
هانګ کانګ په چين کې د مشال ليږدونې لومړی تم ځای و چې د مشال لېږدونې دغه فعاليت په کې اوه ساعته دوام وکړ، د مشال ليږدونې بهير اوږدوالی يې شپږويشت کيلومترو ته رسيده چې يو سل او شل تنه لېږدونکيو په کې ګډون درلود.
د اولمپيک لوبو مشال به له هانګ کانګ وروسته مکاو ته ورسېږي.