د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د عامه امنيت وزير منګ جيان جو د مۍ په لومړی نېټه په بېجينګ کې د امنيت ساتنې کارونو د پلټنې په ترڅ کې پر دې خبره ټينګار وکړ چې د عامه امنيت د بېلا بېلو کچې څانګې او پوليس بايد د ټولنې د ثبات او د اولمپيک لوبو د برياليتوب لپاره کوښښ وکړي.
هغه وويل چې د بېجينګ اولمپيک لوبې به نهه نوی ورځې وروسته پرانيستل شي. د اولمپيک لوبو د امنيت ساتنې کارونه په مهم حال کې دي. د عامه امنيت د بېلا بېلو کچې څانګې او پوليس بايد په جدي او هراړخيزه توګه په بېلا بېلو ساحو کې د اولمپيک لوبو د امنيت ساتنې کارونه تر سره کړي.