د امريکا پوهنتون شورا او په دغه هېواد کې د اسيايی ټولنې له خوا د چيني ژبې په اړه لومړۍ غونډه د اپريل په ١٧ نېټه په واشنګتن کې تر سره شوه . په دغه غونډه کې د چيني ژبې د ښوونې په اړه د امريکا د بېلا بېلو ځايونو څه نا څه ٧٠٠ تنه کارکوونکيو ګډون وکړ . دا په امريکا کې د چيني ژبې د زده کړې په اړه لومړۍ لويه غونډه ده .
په دغه درې ورځنۍ غونډه کې د چيني ژبې د خپرونې چيني دفتر ، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ، د دغه هېواد د ښوونې وزارت ، د امريکا پوهنتون شورا ، اسيايی ټولنې او په دغه هېواد کې د کونفسيوس٤٢ پوهنځيو استازيو ګډون درلود . د امريکا د اسيايی ټولنې مرستيالې ويوين ستوارت د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل دا په تاريخ کې د چيني ژبې د زده کړې په اړه د امريکا لومړی غونډه ده چې د چيني ژبې د زده کړې او ښوونې لپاره ستر اهميت لري .
د چيني ژبې د خپرونې د چيني دفتر مدير شو لين هم د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د دغې غونډې ستاينه وکړه . ده وويل په امريکا کې د چيني ژبې د ښوونې چټک پرمختګ د امريکايي ځوانانو لپاره د چيني ژبې په زده کړه کې ډېر ګټور دی او د دواړو هېوادونو په تېره بيا د ځوانانو ترمنځ د دوستی د ټينګتيا لپاره هم ګټه لري .
د شمېرنې له مخې ، اوس په امريکا کې څه د پاسه ١٠٠ زره تنه زده کوونکي د چيني ژبې په زده کړه بوخت دي . د شو لين په اند د چيني ژبې د زده کړې په اړه د امريکايي ځوانانو د تودو احساساتو لاملونه دا دي: لومړی ، امريکايي ځوانان د چين له کلتور سره علاقه لري ، دوهم ، د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله په نړۍ کې د چين اغيز زياتېږي .
اوس په امريکا کې نه يوای په څو پوهنتونونو کې د چيني ژبې د زده کړې کورسونه جوړ شوي ، بلکی په لومړيو او منځنيو ښوونځيو کې هم د چيني ژبې د زده کړې کورسونه جوړ شوي چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکيو د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري .
شو لين زياته کړه اوس په امريکا کې څه دپاسه ٦٠ پوهنتونونه د کنفوسيوس پوهنځيو د جوړولو تکل لري ، له دی څخه څرګندېږي چې په امريکا کې د چيني ژبې د ښوونې او زده کړې د پرمختګ لپاره ستر فرصتونه شته .
استازيو په دغه غونډه کې تودې خبرې اترې وکړې چې د چيني ژبې د زده کړې او د چين او امريکا ترمنځ د کلتوري تبادلی د پياوړتيا په اړه د دوی احساسات څرګندوي.
د لويديځې ويرجينياايالت پخوانی مشر او د امريکا پوهنتون د شورا مشر ګاستون کاپرتن د غونډې په ترڅ کې په بريالۍ توګه د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د تر سره کېدو هيله څرګنده کړه.