<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-02 16:49:34    
د تاريخ له پلوه له تبت څخه ليدنه

cri

ګرانو اوريدونکيو،د چين په نننی تبت کې خلک د خپل اداری حق او زياتره کورنۍ خپل کورونه لري،ټول بزګران او مالدران د وړيا درملنې پر بنسټ د همکارۍ په طبی نظام کې ګډون کوي او دغه راز نوي سلنه وکړي د نهه کلن اجباری زده کړه کوي.خو پنځوس کاله مخکې دلته يوازی يوه داسی ټولنه وه چې سياسی او مذهبی چارې پکې يو ځای وي او د غلامۍ نظام پلی کيده.د چين د مليتونو کور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د تبتی تاريخ په باب لږ څه معلومات وړاندی کړو.

د تبت په تاريخی موزيم کې يو داسی پيغام ښودل کيږي چې يو شريف پکې بل شريف ته وايی: وړمه ورځ مې له تاسو سره د قطو لوبه کوله چې په پايله کې مې ما ته وخوړله ، نو د دغې پايلې له مخې به تاسو ته دری غلامانو او اووه أسان درکړم.

د تبت په تاريخ کې غلام د سوداګري په ترڅ کې د پيسو په توګه کارول کيده.د چين د تبت پوهنې پوه د څېړونکيو مرکز مرستيال ګيلک نيکه له هغو غلامانو څخه و چې هېڅ توليدي توکي او بشري حقوق نه درلود.

٧٠ کلن چی جو ما چې په لاسا ښار کې ژوند کوي، دی هم په پخوا زمانه کې يو غلام و.(اواز١) د غلام په توګه به په اشرافو پسی روان وو او د وينا حق يې درلود.دغه اشراف ډېر بډاې وو، ځکه د دوی لپاره به مو کار کاوه چې له مخې به يې ښه حاصلات يې تر لاسه کول او زمونږ ژوند بی وزلی و.

په تبت کې په پخوا زمانه کې د غلامانو شمېر د دغې سيمې د عمومی نفوس په سلو کې ٩٥ برخه نيوله چې د چارواکيو، اشرافو او راهبانو تر کنترول لاندی به

وو. د اشرافو شمېر د تبت د عمومی نفوس په سلو کې يوازی ٥ برخه ونيوله، خو دوی په دغه سيمه کې د ټولو کرنيزو ځمکو، څړځايونو، ځنګلونو، غرونو او زياترو څارويو درلود.د چين د تبت پوهنې د څېړونکی مرکز کارپوه جو يوان وويل(اواز٢) د سياسی او مذهبی چارو د يو ځای کيدو په اړه د غلامۍ نظام خاصيت دا دی چې زيات غلامان د لوړ پوړيو راهبانو او اشرافو تر کنترول لاندی وو او دتبت ټول توليدي توکي د دوې تر انحصار لاندی و او زيات غلامان يې په واک کې وو چې په پايله کې يې د غلامۍ نظام بنسټ جوړ شو.

غلامانو ته د اشرافو له خوا د سزا ور کولو لارې چارې ډېرې سختې وې.سيمه ايز حکومت محکمې او بنديخانې او زياتو لوړ پوړيو راهبانو هم ځانګړې بنديخانې جوړې کړې وې.

پخوا يو بريتانوي چې چارليس بيل نومېدوه او د تبت پوهنې د يوه کارپوه په توګه پېژندل کېده، له دغې سيمې څخه ليدنه وکړه. ده په خپل کتاب کې يې ليکلی و چې کله چې تبت ته ولاړ شئ ،هغه احساس کوئ چې هلته خلک څو سوه کاله مخکی په زړه زمانه کې ژوند کوي.

له ١٩٥٩ کال وروسته د زياتو خلکو او لوړو پوړيو وطن دوستانو د غوښتنې له مخې د غلامۍ نظام پای ته ورسيد چې له مخی يې تبت په ديموکراتيکو اصلاحاتو لاس پوری کړ او د خپلواکې سيمې حکومت يې جوړ کړ او دغه راز يې خلکو ته زيات حقوق ور کړي دي. ښاغلی ګيلک وويل(اواز٣) مونږ دغه خبره منو چې په ١٩٥٩ کال کې په تبت کې ديموکراتيک اصلاحات د دغې سيمې د عصری کيدو يو پيل و او دری اهميتونه يې درلودل چې لومړی دا چې غلامانو په سياسی چارو کې د مشرانو د غوره کولو حق تر لاسه کړ، دوهم زيات شمېر غلامان لومړی ځل په دی پوه شول چې په پخوانۍ ټولنه کې عدالت نه و، درېيم دا چې د دغو اصلاحاتو له مخې لومړی ځل غلامانو ته ځمکې ور کړل شوې.

په ١٩٦٥ کال کې د تبت د خپلواکې سيمې له جوړولو راهيسی تبتيانو له قوانينو سره سم په ټولټاکنو کې د ګډون حق تر لاسه کړي چې د تبتي قوم او د نورو لږه کيو کدرونه د دغې سيمې د حکومتی چارواکيو د عمده برخې په توګه بلل کيږي. د يوې شمېرنې له مخې د ٢٠٠٦ کال تر پايه پوری په دغه سيمه کې د تبت او لږه کيو قومونو د چارواکيو شمېر ٦٠ زرو ته رسيدلی چې د ټولو چارواکيو د عمومی شمېر په سلو کې ٧٠ برخه يې نيوله.