<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-02 16:40:25    
یو امریکایي داوطلب په چین کې

cri

د چین د نړیوالې راډیو محترمو اورېدونکیو زه خوشحال تایب تاسو ته خپل سلامونه او نېکې هېلې وړاندې کوم،خدای وکړي چې د بشپړې روغتیا تر څنګ مو پوره بریالیتوب هم په برخه وي،نو په همدې هیله راځو د ننني پروګرام وړاندې کولو ته،نن به د یو هغه امریکایي په اړه تاسو ته لږ څه معلومات درکړم چې دکرنې او چاپیریال ساتنې په برخه کې د یو داوطلب په توګه چین ته راغلی دی،دغه امریکایی چاد پوتریل نومیږي،چې چیني نوم یې فوچیان دی ،او په بیجینګ کې د یوې نادولتي ادارې سره په داوطلبانه چارو بوخت دی ،هغه په پوره مینه او شوق سره خپلې چارې پرمخ بیایي،د داوطلبۍ په چارو کې پراخې تجربې هغه د فلمونو د یو اتل په شان ګرځولی،د هغه ملګري او همکاران کله کله چاد پوتریل ته د داوطالبانو اتل لقب ورکوي،او یا هم سوپر وي( )غږ ورپسې کوي،یعنې اتل داوطلب یا( ).

د امریکایي بزګر زوی فوچیان د خپل عمر په لمړنیو کلونو کې د خپل تر اغیزو او کوښښونو لاندې وده وکړه،له دې امله چې د امریکا په کرنیزو چارو کې یو شمیر بدلونونه راغلل،ددوی کورنۍ کرنیز فارم له ماتې سره مخامخ شو او د زیاتو زیانونو له کبله مجبول شول چې خپل فارم وپلوري،او فوچیان د منځنیو زده کړو تر پایه پورې یو بل فارم ته ولاړ،په منځني ښوونځي کې د زده کړو پر مهال له ځینو زده کونکیو سره چې د چین او جنوبي کوریا څخه هلته تللي و،آشنا او ملګری شو،او هماغه و چې د آسیا له کولتور او تاریخ سره یې مینه او علاقه پیدا کړه .

په ۱۱۹۱ کال کې فوچیان د امریکا په شمالي ایالت کارولینا کې د مذهبي او اقتصاد په پوهنتون کې ومنل شو،او دا هغه مهال و چې نوموړي د داوطلبۍ په برخه کې خپلې لومړۍ تجربې آزمایلې،او له زده کونکیو سره یې د چاپیرېال ساتلو په دوراني پروګرام کې ونډه واخیسته .د پوهنتون په لمړي کال کې د بریتانیا د سوسیک پوهنتون ته د فرانسوي اوآلماني فلسفې د زده کړو لپاره ولیږل شو،کله به چې له ټولګي څخه ووت او لږ څه فارغ وهت به یې درلود،نو له خپلې کورنۍ سره به د اقتصادي ملاتړ په سوچ کې و،هغه مختلفې دندې ترسره کړې،د بیلګې په توګه په رستورانټ ،سینما،کافي،کتابتون،او آن ودانیزو یا ساختماني چارو کې کار وکړ،او یو سخت بوخت مهال ویش یې د ځان له پاره جوړ کړی و،خو ددې ټولو تر څنګ یې د چاپېریال ساتنې له پاره هم د داوطلب په توګه کار کاوه.

ټاکل شوې روحیه :

کله چې فوچیان په ۱۹۹۶ کال کې له پوهنتون څخه فارغ شو،نو د لا زیاتو زده کړو له پاره یې وغوښتل چې د بودیزم او کشیشۍ یا کاهنی زده کړې وکړي،او ددې موخې د تر سره کېدو له پاره جنوبي کوریا ته ولاړ.فوچیان کوریا ته رسېدو سره سم ،له سیمه ایزو ادارو سره د داوطلب په توګه د کار کولو هوډ وکړ،خو دا چې نوموړی په کوریایي ژبه نه پوهیده،نو تر پنځوسو تیلفونونو کولو وروسته یواځې دوه نړیوالو سازمانونو هغه ته د داوطلبانه و کارونو د ترسره کولو چانس ورکړ.

وروسته تر هغه پوتریل له ځان سره هوډ وکړ که غواړي چې له سیمه ایزو ارګانونو سره داوطالبانه کارونه تر سره کړي نو په لومړي سر کې باید د همغې سیمې د خلکو پر ژبه پوه شي،نو تر یو کال سختو زده کړو پر دې بریالی شو چې له عامو وګړو سره په روانه ژبه خبرې وکړي،او د کوریا د چاپیریال ساتلو ادارې لخوا د دواطلب کارکوونکي په توګه ومنل شو .وروسته تر زده کړو هغه تصمیم ونیو چې د خپلې کوریایي ژبې د پیاوړي کولو او د کوریا د چاپیریال ساتلو په هکله د لازیاتو څیړنو له پاره هر دوبی کوریا ته سفر وکړي.

فوچیان په ۲۰۰۳ کال کې د تسینهوا پوهنتون په یو ځانګړي پروګرام کې شامل شو،او لومړی یې د چیني ژبې په زده کړې پیل وکړ،اړ تر یو کال زده کړو وروسته یې د چیني ژبې د زده کړې جایزه ترلاسه او اوس په روانه چیني توګه خبرې کولای شي.او په ۲۰۰۶ کال کې د بیجینګ د داوطلبو ملګرو سره یو ځاې شو ،او د فوجیان ولایت د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې یې خپلې لومړنۍ تجربې حاصلې کړې.او د خپلو تجربو او څیړنو لپاره یې هڅو ته دوام ورکړ .

فوچیان له امریکا څخه تر بریتانیا او له جنوبی کوریا څخه تر چین پورې تل هڅه کړې چې د یو داوطلب په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړي،کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې هغه ولې دا تصمیم ونیو چې تل د خپلو نورو کارونو ترڅنګ د داوطلب په توګه کار کوی ،هغه یې په ځواب کې وویل :ځینې خلک انځورګري خوښوي،ځینې کسان عکاسی خوښوي،ځینې نور نو څه خوښوي،خو زما خوښیږی چې تل د داوطلب په توګه کار وکړم،زما په آند داوطلبانه کارونه کولای شي چې یوه ټولنه ښه لوري ته وخوځوي،آن کولای شي ټولې نړۍ ته بدلون ورکړي.

هغه زیاتوی ما له اتلس کلنۍ څخه په داوطلبانه کارونه پیل کړی،او ما ته یې زیاتې خوښۍ را په برخه کړیدي،

د بهرنیان په چین کې د پروګرام درنو او محترمو اورېدونکیو نننی پروګرام په همدې ځای پاتې رسیږي،نو ستاسو کوربه زه خوشحال تایب هم اجازه درڅخه غواړم تر بله مو په پاک رب سپارم .