<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-02 16:28:10    
په بهرنيو هېوادونو کې د چين د کلتور استازی ياو مينګ

cri

په امريکا کې د چين د مشهور لوبغاړي ياو مينګ نوم ټول پېژني ځکه چه جګوالی يي ٢،٢٦ مترو ته رسيدلی او سپورتي مهارت يي هم ډير وتلی دي. دغه راز د هاوستون ښاريان هم په دې وياړی چې ياو مينګ ددې ښار په استازيتوب د راکيټ په نامه د باسکيټبال په ټيم کې لوبه کوي .

ځينو امريکايانو دا نظر درلود چې چينايان محافظه کاران دي ، خو د ياو مينګ د راتګ او د ده د غوره سپورتي مهارت او روحيې له امله ددوي نظريه بدله شويده .

په امريکا کې د چين د پخوانی سفير په وينا ياو مينګ د چين او امريکا په ديپلوماتيکو چارو کې ولسی سفير دی.

د تويوتا په سپورتي مرکز کې چې په سياليو کې د راکيټ ټيم کوربه ميدان دی ، د ياو مينګ له ګډون مخکې په چينې ژبې ليکل شوي هيڅ اعلانونه نه ليدل کيدل ، خو د ياو مينګ له رتګ وروسته ددې مرکز ساتونکی چې أسيايې وليدله،نو په چينی ژبه به يې ورته سلامونه وويل. د پسرلي جشن او څراغونو جشن په ګډون د چينايانو د ځينو لويو جشنونو په موده کې په هاوستون ښار کې د چينايانو د سندرو او نڅاوو هنري ډلې په بلنې سره د تويوتا په مرکز کې په زړه پوري ننداره وکړي. د سياليو په بهير کې کله چې نندارچينانو چينايان وليدل، دوی ته يې په خپلو ګټو ګوتو اشارې کولې او په چينی ژبه يې د ياو مينګ نوم اخيسته او مننه يې کوله چې له ياو مينګ سره د دوی د مينې څرګندوې دی.

د امريکايانو په أند ياو مينګ د ختيځ يو اتل دی. په نيويارکې يوه پروفيسر خبريال

ته وويل ياو مينګ نه يوازی يو هوښيار ، ځيرک او زړه ور ځوان بلکې يو اتل هم دی چې مهربأن او د کار ملګريتوب لري او هغه د تل لپاره له نورو سره مرسته کوی. ياو مينګ د ختيځ کلتور ښه څرګندوي دی.

اوس ياو مينګ د امريکايانو له خوا تر ټولو ښه لوبغاړی ګڼل کيږي.د ده له امله يو شمېر امريکايانو د چينی ژبې لوست پيل کړی. د ياو مينګ د مينوالو کلب کولی شي چې د راکيټ ټيم لپاره نور ٢٠ زره ټکټونه وپلوري او يوازې په هاوستون کې اوسيدونکي چينايان د نوموړي ټيم لپاره د يو مليون امريکايي ډالرو په ارزښت ټکټونه اخلي .

په هاوستون کې د چين د کونسل څانګې کلتوری مستشار ښاغلی ځاو های شېنګ وويل ياو مينګ نه يوازی د چينايانو بلکې د أسيايی خلکو وياړ دی. ډېر کوريايان او جاپانيان هم په دی وياړی چې له ياو مينګ سره يو شان ژيړ پوستکی لري او په يو شان أسيايی سيمه کې زيږېدلی دي.

د ستاينو او نيوکو پر وړاندی ياو مينګ د امريکايانو د نيت سره سم خپل ځان نه دی بدل کړی. ډېر امريکايانو د ياو مينګ له لارې ستر چين پېژندلي او له چين سره يي مينه موندلې ده چه ځينو يي چين ته سفر کړې او نورو يي خپلې پانګې په چين کې اچولي دي .

يو ځل په هاوستون کې د چين د کونسل څانګې يوه کلتوری چارواکی په يوه کاليج کې د چين د کلتور په اړه معلومات زده کوونکو ته ورکړل او مخکې يې له زده کوونکو څخه پوښتنه وکړه چې د چين پلازمينه چيرته ده. ځينو ځواب وکړ چې بېجينګ او ځينو نورو يي وويل چې هانکانګ يا شانګهای. خو کله چې له دوی څخه

پوښتنه وشوه چې د چين په اړه کوم معلومات لرۍ؟ دوی په يو اواز وويل ياو مينګ.

د راکيټ ټيم مشر الکساندا وويل ياو مينګ به په سپورټی تاريخ کې تر ټولو غوره

لوبغاړی شی.د ده اغېزې به نه يوازی په امريکا بلکې په نړۍ کې له مايکل جودن څخه زياتې شي.