<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-03 17:40:21    
موږ او اورېدونکي

cri

عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه، زما امان الله عمران نېكې هيلې ومنئ، له هر څه مخكې له لوى خداى نه غواړم چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم مو د ژوند په چارو كې برياليتوب او سرلوړي په برخه وي، بيا هم دا دى د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت رارسېدلى او زه يې د وړاندې كولو لپاره دا دى سټوډيو ته راغلى يم، او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم. نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. د اورېدونكيو له خوا د ليكونو لړۍ روانه ده، بيا هم ليكونه خورا ډېر راغلي، نو ډېر مو په نتظار كې نه پرېږدم، نو راځي چې پروګرام پيل كړو.

- دغه لومړى ليك را اخلم چې اورېدونكي ولي محمد خاكسار د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له سركاتب كلي څخه را استولى دى. په پيل كې يې د سي آر آى ټولو كاركوونكيو ته يې ډېر سلامونه او نېكې هيلې ويلې او بيا يې ليكلي: دا زما لومړى ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، دغه پاكټ چې ليك په كې درلېږم په ډېره خوارۍ مې موندلى، هيله ده، نوموړى وايي، چې په ښه وخت كې درورسېږي. اورېدونكى ولي محمد خاكسار بيا د پښتو خپرونې ستاينه كوي او وايي: ستاسې خپرونه د ستايلو وړ ده، زه يې په ډېر شوق سره اورم او ډېره مينه ورسره لرم. بيا وايي: زه په خپله په خوست كې د شيخ زايد بن سلطان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د دوهم كال زده كوونكى يم، نو ځكه له راډيو ګانو سره مينه لرم. اورېدونكى ولي محمد خاكسار زياتوي: ما څلور مياشتې په خوست ولايت كې د ولس غږ راډيو سره كار كړى دى، او اوس مې پرېكړه كړې، نوموړى د خپلو خبرو په پاكى وايي، چې د انګرېزۍ او كمپيوټر زده كړې پيل كړم.

- دغه بل ليك له كوهاټ څخه د اريانا پښتو ادبي تنظيم مشر سيد وارث حنيفي را استولى دى. لومړى يې خپل سلامونه او نېكې هيلې څرګندې كړې او بيا يې ليكلي: خپرونه او پروګرامونه مو په ډېر شوق او ذوق سره اورو او ښه په زړه پورې معلومات ترې ترلاسه كوو. هيله لرم، دى سيد وارث حنيفي وايي، تل اورېدونكيو ته همداسې ښه او په زړه پورې پروګرامونه وړاندې كړئ، الله تعالي مو بريالي لره. نوموړى بيا د نوي كال مباركۍ په لېږلو كې د ناوخته كېدو بښنه غواړي، بيا د دغه كال د پيل مباركي وايي او هيله كوي چې نوى كال د افغانستان لپاره د سولې او امن كال وګرځي، او د چين نړيوالې راډيو لپاره هم د ښو پروګرامونو، په نړۍ كې د امن او ورورولۍ او په تېره بيا د پښتنو لپاره د مينې محبت او د امنيت د پياوړتيا كال وي. اورېدونكي سيد وارث حنيفي د خپل ليك په پاى كې د خپلو ملګريو هر يو سيف الرحمن هاشمي، محمد عثمان اريوب، محمد الله الفت، محمد بشير عزيزي، عبد الوحيد، عبد الوكيل او محمد ياسر نومونه هم ليكلي او په ګډه يې نېكې هيلې څرګندې كړې دي.

- په همدغه ځاى كوهاټ كې له كمكول دويم شمېره كمپ څخه د شينواري كلب مشر حضرت الله همكار هم يو ليك را استولى دى، كه څه هم سم نه شي لوستل كېدى، خو زه به بيا هم هڅه وكړم چې يو څه ترې ولولم. له سلامونو وروسته يې ليكلي: زه له سي آر آى راډيو سره ډېره مينه لرم. بيا وايي: زه له تاسو څخه يوه غوښتنه لرم هغه دا چې، زموږ د كوهاټ هنګو سيمې په شاوخوا ښارونو او كليو كې د تور زېړي ناروغي ډېره خپروه شوې او پرې د اخته كسانو شمېر، دى وايي، اتلس لكو ته رسېدلى دى. بيا وايي، د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره وګړي ستنې وهي، خو هغه ډېرې ګرانې دي او يو بېوزلى كس يې توان نه لري. نوموړى بيا وايي، دغه درمل په چين كې ډېر ارزانه دى او د چين له نړيوالې راډيو يې د ورلېږلو غوښتنه كوي.

- له پېښور څخه د پېشاوري لسنرز كلب مشر حافظ محمد بلال ليك را استولى دى. ده د بېجينګ اولمپيك لوبو په اړه د معلوماتي سيالۍ پوښتنپاڼه ډكه كړې، د پوښتنو ځوابونه يې ويلي او هم يې د پښتو خپرونې كاركوونكيو نومونه ليكلي او ټولو ته يې سلامونه ويلي او بيا د خپلې پتې د بدلون يادونه كوي او وايي چې په نوې پته مطبوعاتي توكي ورولېږو.

- دغه بل ليك را اخلم چې له كوهاټ څخه د افغان كلتوري بهير غړيو هر يو سيد اسلام، سيد واحد الله، سيد عزيز الرحمن، محمد بشير عزيزي او صبغت الله الفت را استولى دى. له سلامونو وروسته يې ليكلي: پروګرامونه مو هره ورځ ښه په مينه او محبت سره اورو، ډېر ښه او په زړه پورې دي، پښتانه په هر ځاى په تېره بيا په كوهاټ كې د چين له نړيوالې راډيو څخه ښې خاطرې او يادونه لري، دا هم، نوموړى زياتوي، ستاسو د ښو پروګرامونو له امله ده چې په نړۍ كې په ښه اكثريت سره پښتانه د چين نړيواله راډيو اوري. دوى بيا زياتوي: بايد ووايو چې په كوهاټ كې د چين نړيوالې راډيو د اورېدونيكو شمېر ډېر زيات شوى دى، دا د افغان كلتوري بهير د مشر سكرتر سيد وارث حنيفي يوه لويه هيله وه چې داسې ورځ راشي چې په كوهاټ كې ټول پښتانه د چين نړيواله راډيو په شوق او ذوق سره واوري او اوس هماغه ورځ راغلى، دوى وايي، چې ټول اورېدونكي ستاسې له پروګرامونو څخه معلومات ترلاسه كوي، موږ هيله لرو چې په راتلونكي كې هم همداسې په زړه پورې پروګرامونه برابر كړئ چې د نړۍ ټول پښتانه ترې هر ځاى ګټه واخلي.

- د بلوچستان په چمن كې له كندهاري بازار څخه اورېدونكى محمد شريف شهزادپه خپل ليك كې لومړى سلامونه وايي او بيا ليكي: زه ستاسو د خپرونې يو نوى اورېدونكى يم، دا مې لومړى ليك دى چې تاسو ته يې دراستوم. بيا وايي: د بلوچستان په ژوب كې د سي آر آى لسنرز كلب مشر رفيع الله مندو خېل ستاسو د خپرونې په هكله معلومات راكړل. بيا په پاى كې ليكي: اوس زه او زما ملګري تل ستاسې خپرونه او بېلابل پروګرامونه اورو.

- دغه بل ليك په مانسهره كې د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي را استولى دى، له سلامونو وروسته ليكي: په دې وروستيو وختونو كې په ډنمارك كې يو ځل بيا د اسلام د پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم كارټونونه خپاره شوي، د دغې بې احترامۍ او سپكاوي په اړه دلته د خراسان كلب يوه غونډه ترسره كړه. بيا وايي: له نن نه دوه كاله مخكې هم د پيغمبر صلي الله عليه وسلم د سپكاوي كارټونونه خپاره شوي وو، چې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو كې يې د مسلمانانو غوسه راوپاروله او ډېرې مظاهرې وشوې. نثار احمد بيا وايي: زموږ كلب د غونډې ګډونوالو غوښتنه وكړه چې د دغه ډول كارونو مخنيوى وكړى شي، او سي آر آى هم په دې اړه يو ځانګړى پروګرام جوړ كړي او په كې له مخورو عالمانو، كارپوهانو او سياستوالو سره خبرې وكړي. نوموړى بيا د خپل ليك په پاى كې په خپلو وړانديزونو كې وايي چې تاسو كه پر پښتو وېبپاڼه د چين د كلتور په اړه لا زيات معلومات ځاى كړئ، نو زموږ په معلوماتو كې به لا نور زياتوالى راشي.

- د خوست ولايت په عليشېرو ولسوالۍ كې د ميراج كلب غړيو هر يو د مومندي كلي اوسېدونكي نقيب الله، د څوكيو كلي اوسېدونكي صديق الله لېوال او د بلاوټ كلي اوسېدونكي ګل زاده بېل بېل ليكونه را استولى او له سلامونو وروسته يې په عليشېرو ولسوالۍ كې د سي ار اى راډيو د اورېدونكيو د يو كلب په جوړولو خوښي څرګنده كړه، چې مطلب يې خپل كلب دى. دوى وايي چې د ميراج كلب غړي دي، د كب مشر يې شهزاده نومېږي او بيا وايي دا لومړى ځل دى چې چين نړيوالې راډيو ته ليكونه را استوي. دوى بيا د مطبوعاتو ور استولو غوښتنه او بيا ژمنه كوي چې د چين راډيو سره به خپله قلمي همكاري ژوندۍ ساتي.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، نو راځئ چې دا ځل د صديق شباب په غږ دغه سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د صديق شباب سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.