د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د مې په ٢ نېټه ماښام په لسو بجو پنځو دقيقو د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو سپېڅلی مشال ديوې ځانګړی الوتکې له لاری له هانکانګ څخه د مکاو نړيوال هوايي ډګر ته ورسېد، د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د تشکيلاتي کميټې مرستيال يانګ شو ان په مکاو کې د مرکزي حکومت د بهرنيو اړيکو څانګی مدير او د مکاو د ځانګړی اداری سيمی د ټولنيز او کلتوري مديريت د مشر څوی شه ان او د بېلا بېلو ټولنو د شخصيتونو له هرکلی سره مخامخ شو .
د خبر له مخې، د بېجينګ د اولمپيک سپورتی لوبو سپېڅلی مشال د لېږدونی فعاليت به د مې په ٣ نېټه له غرمی وروسته په ٣ نيمو بجو پيل شي او سپېڅلی مشال به د ٣ ساعتونو په موده کې د ١٢٠ تنو مشال ليږدونکو له خوا ولېږدول شي.