<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-03 20:41:28    
په مکاو کې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال د لېږدونې فعاليت په بريالۍ توګه تر سره شو

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال د لېږدونې فعاليت د می په ٣ نېټه د چين د مکاو په ځانګړې اداري سيمه کې په بريالۍ توګه تر سره شو.

مکاو د چين د اولمپيک لوبو کميټې د اداری سيمې څخه بهر د بېجينګ د اولمپيک لوبو د سپېڅلي مشال د لېږدولو يوويشتم او وروستی تم ځای و . دا مکاو ته د اولمپيک لوبو د سپېڅلي مشال لومړي ځل رسېدل و. سپېڅلي مشال د ٣ ساعتونو په موده کې د ١٢٠ تنو مشال ليږدونکو له خوا ولېږدول شو .

د چين د های نان ولايت سان يا ښار به د هېواد دننه د اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدولو لومړي تم ځای وی . له پلان سره سم ، د سپيڅلي مشال د لېږدونې فعاليت به د می په ٤ نېټه په سان يا ښار کې تر سره شي .