د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت د مې په پنځمه نېټه سهار د های نان ولايت په منځني وو جه شان ښار کې په بريالۍ توګه تر سره شو. په دغه ښار کې د مشال لېږدونې بهير اوږدوالی يوازې يو اعشاريه دوه کيلومتره و او شپږ تنه مشال لېږدونکيو په کې ګډون درلود چې تر اوسه پورې د بېجينګ اولمپيک لوبو سپېڅلي مشال لېږدونې په بهير کې تر ټولو لنډ واټن او د مشال لېږدونکيو شمېر يې تر ټولو کم و.
د همدې ورځې په سهار اوو بجو د سپېڅلي مشال لېږدونې فعاليت د وو جه شان ښار د مارچ درېيمې نېټې په ډګر کې پيل شو او نژدی دېرش دقيقې يې دوام درلود.