د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د استخباراتو ادارې مشر امرالله صالح د مې په څلورمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې د ده امنيتي څانګې دوه هغه شکمن حکومتي کارکوونکي نيولي چې د اپريل په اووه ويشتمه نېټه د ثور د اتمې نېټې د لمانځنې په مراسمو کې په بريدونکې پېښه کې لاس درلود.
نوموړي په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل دغو دوو کسانو د افغانستان د کورنيو چارو او دفاع په وزارتونو کې کار کاوه چې د پلټنې له مخې په دغه هېواد کې د القاعدې له سازمان سره تړاو لري او په ياد شوي بريد کې يې لاس درلود.