<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-05 11:29:53    
په کليوالو سيمو کې د اجباری زده کړې د لګښت بخښلو او وړيا کولو تګلارې له لارې ډېر بی وزلي ماشومان بيرته ښوونځيو ته ستانه شوي دي

cri

همدا اوس مو د چين د جي لين ولايت د چانګ چون ښار د فن جين علاقه دارۍ په اووه ويشتم منځني ښوونځی کې د يوې زده کوونکې لخوا د کتاب لوستلو اواز واورېد. يو کال مخکې يو شمېر ماشومان د بی وزلۍ له امله له دغه ښوونځي څخه وتلي وو. د خوښۍ وړ خبره دا ده چې تېر کال د جي لين ولايت په کليوالو سيمو کې د اجباری زده کړې د ټول لګښت بښلو او وړيا کولو تګلاره پلی شوی او په دې توګه اوس دغه بی وزلي ماشومان بېرته ښوونځی ته ستانه شوي دي.

دغه نجلۍ چې کتاب يې لوست او تاسو يې غږ واورېد جانګ يو نومېږی او د دغه ښوونځی د دوهمې درجې يوه زده کوونکې ده. پنځلس کلنه جانګ يو د نورو ماشومانو په پرتله پخه ده. دې د خپل کورني ژوند د ستونزو په اړه زموږ خبريال ته وويل

کله چې پنځه او يا شپږ کلنه وم، زما پلار او مور سره طلاق او بېل شول، زما مور پخپله زما روزنه وکړه او زما د زده کړې لګښت يې پر غاړه واخيست. د دې روغتيايی حالات ښه نه وو، زما په اند زه پر دې يو بار وم.

ور پسی جانګ يو پرېکړه وکړه چې له زده کړې څخه لاس واخلي او د پيسو تر لاسه کولو لپاره بهر ته ولاړه شي. دا په پټه له ښوونځی څخه ووتله.

د جانګ يو د ټولګي مشر يانګ شاو شينګ چې کله پر دغه حالت پوه شو، نو د جانګ يو له کور څخه يې دری ځله ليدنه وکړه. هغه وويل

له دغې ليدنې څخه پوه شوم چې د زده کړې په اړه د بی وزلو ماشومانو غوښتنه او هيله چومره توده ده. جانګ يو په خپل يادښت کې هيله ليکلی چې ژر وده وکړي او د کورنی ستونزو د حل و فصل لپاره خپل رول ولوبوي.

٢٠٠٧ کال د چين په کليوالو سيمو کې د اجباری زده کړې ټول لګښت بښل د اصلاحاتو مهم کال و. له دغه کال څخه وروسته په کليوالو سيمو کې په لومړيو او منځنيو ښوونځيو کې د زده کوونکيو ټول لګښت وبښل شو چې له مخې به يې بی وزليو زده کوونيو ته ور کړی شي او هغو زده کوونکيو ته د ښوونځيو په ليليه کې اوسيږی، نغدی مرسته برابره شي. د چين په کليوالو سيمو کې نژدی يو سل او پنځوس مليونه زده کوونکي له دغې تګلارې څخه ګټه اخيستلای شي.

کله چې د جيانګ يو کورنۍ دغه ښه خبر واورېد، دوی ډېر خوشحاله وو.د جانګ يو مور چي شيو پينګ په خوښی سره وويل موږ ماشومانو ته د حکومت له پاملرنې او مرستې ډېره مننه کوو. د دغی تګلارې له مخې به بی وزلي ماشومان بيا ښوونځيو ته ستانه شي او د دوی هيلو د ريښتينی کېدو لپاره به زمينه برابره شي.

د اووه ويشتم منځنی ښوونځی مشر جانګ ان هوی په دې اړه زموږ خبريال ته وويل د جانګ

يو په شان بی وزلۍ ماشومان ډېر دی. په کليوالو سيمو کې د اجباری زده کړې د ټول لګښت لری کولو او بښلو دغې تګلارې په واقعی توګه د ښارونو د ماشومانو په شان د زده کړې په هکله دغو بی وزلو ماشومانو ته يو فرصت برابر کړی دی. ښاغلي جانګ ان هوی وويل دغه تګلاره په کليوالو سيمو کې د کسانو کيفيت د لوړتيا لپاره ګټوره ده.

د جي لين ولايت د ښوونې او روزنې ادارې د يو اړوند چارواکي په وينا به دغه ولايت له ٢٠٠٨ کال څخه د زده کړې لګښت د لری کولو او بښلو پر بنسټ په کليوالو سيمو کې د لومړيو او منځنيو ښوونځيو دوه مليونه تنه زده کوونکيو لپاره د تدريسی کتابونو لګښت هم لری کړي، پر دې سربيره به په کليوالو سيمو کې له بی وزلو زده کوونکيو سره مرسته د پخوا په پرتله هم دوه برابره شي.