د سين هوا اژانس د مې د پنځمې نېټې د خبر له مخې، په وروستيو کلونو کې د چين په سه چوان ولايت کې د تبتی قوم په سيمه کې د زده کړې شرايط او د ښوونځيو بڼه په بنسټيزه توګه بدله شوې ده. له دې څخه څرګندېږی چې چين د تبتی قوم په سيمه کې د اجباری زده کړې د بنسټيزې دودونې او د ځوانانو ترمنځ د بی سوادۍ د بنسټيزې له منځه وړنې په برخو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.
د سه چوان والۍ په ٢٠٠٠ کال کې د دغه ولايت په قومی سيمو کې د روزنې پرمختګ د لس کلن پلان په پلی کولو پيل وکړ چې له مخيې به يې په راتلونکو لسو کلونو کې په قومی سيمو کې د اجباري زده کړي د بنسټيزې دودنې او د ځوانانو تر منځ د بې سوادۍ د بنسټيزې له منځه وړنې لپاره هر کال دری سوه مليون يوانه ولګوي. اوس د ښوونې او ليليو لپاره ډېرې نوی ودانی جوړې شوي او په کليوالو سيمو کې د زياترو ښوونځيو بڼې بدلې شوي دي.