د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په امريکا کې نژدی لس زره تنه چيني اوسېدونکيو د مې په څلورمه نېټه د نيويارک ښار په مرکزي سيمه کې د بېجينګ له اولمپيک لوبو څخه د ملاتړ لپاره يوه سوله ايزه غونډه تر سره کړه چې د چيني اوسېدونکيو د څه دپاسه لسو ټولنو مسؤلانو په کې ګډون درلود.
د بېجينګيانو ټولنې په همدې ورځ دوه کوچيني الوتکې په کرايه نيولې وې چې د نيويارک په هوا کې د بېجينګ اولمپيک لوبو د ملاتړ د لوحو په ځوړولو سره يې د نيويارک په هوا کې ګرځاوه.