د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د علومو اکاډمۍ مشر لو يونګ شيانګ څو ورځې مخکې د چين په جيانګ سو ولايت کې د يانګ جو او سو جو ښارونو د چارو څارنې پر وخت دې ته اشاره وکړه چې چين بايد د نوښتونو کارونه پياوړی او د علمي تکنولوژۍ له برياليتوبونو څخه نوره پراخه ګټه واخلي.
ښاغلي لو يونګ شيانګ وويل اوس د چين په ګوټ ګوټ کې د علمي ابادۍ تګلاره پلی کېږی چې اقتصادي جوړښت تنظيموی او د پرمختګ لارې چارې بدلوي. دغه بهير د علمی تکنولوژۍ د پرمختګ لپاره يو ښه فرصت برابروی او د غوښتنو انډول نور هم زياتوي .