<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-06 17:17:43    
په کنګل باندی د چټکې ځغاستی مشهوره لوبغاړې يی چاو بو

cri

يی چاو بو په کنګل باندی د چټکې ځغاستې په سيالۍ کې د چين يوه مشهوره لوبغاړې ګڼل کېږي او د چين د جي لين ولايت په چانګ چون ښار کې زېږېدلې ده. يې چاو بو د خپل عمر په لس کلنۍ کې په فارغ وخت کې په سپورتي ښوونځی کې پر کنګل باندی د چټکې ځغاستی زده کړه وکړه. هغه په دوولس کلنۍ کې د چين د با يی په نامه ځانګړی لوبډله کې شامله شوه او په شپاړس کلنۍ کې يې پر کنګل باندی د چين د چټکې ځغاستی د ځوانانو په سيالۍ کې دوهم ځای ونيو. له دې وروسته يی چاو بو په اوولس کلنۍ کې او اتلس کلنۍ په جلا جلا توګه د چين د ځوانانو په سياليو کې ښې پايلې تر لاسه کړې .

يی چاو بو په ١٩٨٥ کال کې په دولتي لوبډلې کې شامله شوه. په ١٩٩٠ کال کې يې د چين په اوومې دورې ژمنيو لوبو کې د سرو زرو څلور مډالونه تر لاسه کړل. په ١٩٩١ کال کې يې په نړيواله اتلولۍ کې د پنځه سوه مترو په واټن سيالۍ د سرو زرو مډال او پر کنګل باندی د چټکې ځغاستی د لنډ واټن په سياليو کې د سپينو زرو پنځه مډالونه تر لاسه کړل. يی چاو بو په ١٩٩٢ کال کې د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې په جلا جلا توګه د زر مترو او د پنځه سوه مترو په واټن سياليو کې د سپينو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل چې دغه پايله د چين په تاريخ کې تر نورو ډيره ښه وه. يی چاو بو له ١٩٧٩ کال څخه تر ١٩٩٢ کاله پورې په کورنيو او نړيوالو سياليو کې د سرو زرو پنځوس مډالونه وکټل . د چين د سپورت کميټې هم نوموړې ته د سپورتي لوبو

وياړی جايزه ورکړه. د يی چاو بو سپورتي ژوند په ١٩٩٤ کال کې پای ته ورسيد.

له دې وروسته يی چاو بو د چين د پينګ هوا پوهنتون د اقتصادي ادارې په څانګه کې د ام بی ای ماسترۍ درجه تر لاسه کړه. يی چاو بو په ١٩٩٥ کال کې په شين يانګ ښار کې د چاو بو په نامه شرکت پرانيست. په ١٩٩٦ کال کې يې په خپل په نامه د نړيوال سپورتي کلب محدود شرکت جوړ کړ. بر سېره پردې يی چاو بو پر کنګل باندی د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو د سپورتي اډې د روزونکې، د هار بين د چاو بو جين چنګ په نامه د نړيوال خرڅلاو مرکز د مشرې، د چين د کمونيست ګوند د څوارلسمی دوری ملی کانګرس د استازې او د چين ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د نهمی دورې د ملی کميټې د غړې په توګه دندې تر سره کړې دي.

د ماسترۍ درجې له تر لاسه کولو وروسته يی چاو بو د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې په پوهنتون کې د اقتصادي چارو د ډاکترۍ درجې تر لاسه کولو لپاره هڅې پيل کړې. نوموړي بيا د ډاکترۍ درجې له تر لاسه کولو وروسته د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې د سپيڅلی مشال ليږدونې په اداره کې کار کوي، او اوس هغه په ٢٠٠٨ کال کې د اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال د ليږدونې فعاليت د خپرولو لپاره کوښښ کوي.

يی چاو بو پر کنګل باندی د چين سپورتي چارو ته ارزښتناک خدمتونه کړي دي. نوموړې لا تر اوسه هم په چين کې پر کنګل باندی سپورت خپرولو لپاره هڅې کوي.